اليكشن كمېشن د ګوشوارو به جمع كولو د پنجاب او خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د ګنو غړو ركنيت بحال كړو

اسلام آباد ۔ 27 جنوري (اے پي پي) الېكشن كمېشن آف پاكستان د اثاثو او د واجبات ګوشوارې په جمع كولو د پنجاب او خېبر بښتونخوا اسمبلۍ د ګنو غړو ركنيت بحالولو نوټېفېكېشن جاري كړو كوم چې په تېرو ورځو كښې معطل كړے شوے ؤ۔ چې پكښې 5 غړو د قانوني تقاضې تر سره كولو سره د مالي كال 2024۔25 ګوشوارې جمع كړې دي۔ د الېكشن ايكټ 2017 سېكشن 137 …

اسلام آباد ۔ 27 جنوري (اے پي پي) الېكشن كمېشن آف پاكستان د اثاثو او د واجبات ګوشوارې په جمع كولو د پنجاب او خېبر بښتونخوا اسمبلۍ د ګنو غړو ركنيت بحالولو نوټېفېكېشن جاري كړو كوم چې په تېرو ورځو كښې معطل كړے شوے ؤ۔ چې پكښې 5 غړو د قانوني تقاضې تر سره كولو سره د مالي كال 2024۔25 ګوشوارې جمع كړې دي۔ د الېكشن ايكټ 2017 سېكشن 137 تر مخه هر غړو له د اسمبلۍ او سېنېټ لازم ده چې هر كال تر 31 دسمبر خپلې او ٬ كور ودانې او د كفالت لاندې اولاد د اثاثو تفصيلات جمع كړي كومو غړو چې دا تفصيلات نه وو جمع كړي هغوي په 16 جنورۍ 2026 يو نوټيفېكېشن د لارې د كار څخه ايسار كړے شوي وو۔ اوس د غړو لخوا د ګوشوارو جمع كولو نه پس الېكشن كمېشن د هغوي ركنيت د بحالولو حكم جاري كړے دے۔ د نوټيفيكېشن تر مخه د پنجاب اسمبلۍ عامر حيات هراج ٬ محمد سبطېن رضا٬ طارق مسيح بحال كړے شوي۔ دغسې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غي سميع الله خان ٬ محمد سجاد ٬ ركنيت هم بحال كړے شوے دے۔

مزید خبریں