ملګري ملتونه۔ 27 جنوري (اے پي پي) د فلسطين كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (انروا) په ختيز يروشلم كښې جوړ خپل مركزي دفتر سوځولو او هلته په وراني كولو په اسرائيلي چارواكو سخت تنقيد كښې وئېلي دي د دې مقصد په شخړيزو فلسطين سيمو كښې د فلسطين كډوالو حېثيت او تاريخ له مينځه وړل دي ٬ پیښه كښې اوور اچونكو د ادارې په كمپاونډ چپاو كولو سره د وادنۍ …
يروشلم كښې د نړيوالې ادارې سوځونه د غندلو وړ ده ٬ د دې مقصد سيمه كښې د فلسطين كډوالو حېثيت او تاريخ له مينځه وړل دي٬ كمشنر جنرل انروا فلپ لازيني

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 27 جنوري (اے پي پي) د فلسطين كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (انروا) په ختيز يروشلم كښې جوړ خپل مركزي دفتر سوځولو او هلته په وراني كولو په اسرائيلي چارواكو سخت تنقيد كښې وئېلي دي د دې مقصد په شخړيزو فلسطين سيمو كښې د فلسطين كډوالو حېثيت او تاريخ له مينځه وړل دي ٬ پیښه كښې اوور اچونكو د ادارې په كمپاونډ چپاو كولو سره د وادنۍ ځينې برخې كېنولې وې۔ دا خبره د انروا كمشنر جنرل فلپ لازيني تېره ورځ په جاري بيان كښې وكړه۔ هغه ووئېل د اسرائيل شر خوښو د نړيوالې ادارې په ريجنل هيډكوارټر چپاو وكړو او د ودانۍ ځينو برخو ته يې زيان ورسولو تر دې چې يوه برخه كېناستله ۔ دا د ملګرو ملتونو په كومه هم اداره تازه بريد دے د كوم لپاره چې صېهوني چارواكو ښكاره اجازه وركړې وه او د دې مقصد د فلسطين سيمو نه د كډوالو حېثيت او تاريخ له مينځه وړل دي۔ هغه ووئېل په فلسطين سيمو كښې د ملګرو ملتونو او نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزو كوم حد نشته ٬ د ادارې املاك سوځول د اسرائيل په پراخه پېمانه د ګمراه كونكې كمپائن برخه ده۔ فلپ لازارميني ياد ګېرنه وكره چې په تېر اكتوبر كښې د انصاف نړيوال عدالت (آئې سي جے) خپله پرېكړه كښې واضحه كړې وه چې اسرائيل د انروا فعاليتونو كښې د خنډ پېدا كولو په ځائے هغوي ته د اسانيو وركولو پابند دے۔عدالت دا وئېلي وو چې په ختيز يروشلم به د اسرائيل كوم اختيار نه وي۔ياد دې وي اسرائيلي چارواكو د اړخه شيخ جراح كښې په انروا كمپاونډ كښې بلډوزر داخل كړے شول










