د نيب چيئرمين سره د ټرانسپیرنسی انټرنیشنل څلور كسيز پلاوي ملاقات، تعميري همكارۍ ته په لا ودې وركولو اتفاق

اسلام آباد۔27 جنوری(اے پی پی) د قومي احتساب بېورو (نېب) چیئرمېن لېفټېننټ جنرل (ر) نذیر احمد سره د ټرانسپېرنسي انټرنېشنل (ټي آئي) څلور كسيز پلاوي چیئرمېن فرانسوا ویلیریئن په مشرۍ كښی په نېب هېډ كوارټرز اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ د وياند له مخې په ملاقات كښې په شفافيت ، احتساب، د بدعنوانۍ په ضد اقدامات او د شريكې مرستې په مضبوطولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ټرانسپرنسی انټرنېشنل پلاوي …

اسلام آباد۔27 جنوری(اے پی پی) د قومي احتساب بېورو (نېب) چیئرمېن لېفټېننټ جنرل (ر) نذیر احمد سره د ټرانسپېرنسي انټرنېشنل (ټي آئي) څلور كسيز پلاوي چیئرمېن فرانسوا ویلیریئن په مشرۍ كښی په نېب هېډ كوارټرز اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ د وياند له مخې په ملاقات كښې په شفافيت ، احتساب، د بدعنوانۍ په ضد اقدامات او د شريكې مرستې په مضبوطولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ټرانسپرنسی انټرنېشنل پلاوي كښې جسټس (ر) ضیاء پروېز، اېډووکېټ دانیال مظفر او کاشف علي شامل وو۔ په دې مهال د نېب ډپټي چیئرمېن سهېل ناصر او نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔ د ملاقات په مهال بدعنواني يوه نړيواله مسئله ګرځولو سره د نېب چيئرمېن ووئيل د كرپشن د لاسه د قانون حكمرانۍ او اولسي باور ته زيات زيان رسيږي٬ د دې مخنيوي لپاره قامي او په نړيواله كچه هڅو ته اړتيا ده۔ ده پلاوې په نېب كښې معارفي كړو اصلاحاتو په اړه خبر كړو چې په نتيجه كښې يۍ د كال 2025 په مهال 62 کھرب روپۍ برآمد كړې شوي او په تېرو درېو كلونو كښې په مجموعي توګه 115 کھرب روپۍ برآمد شوي دي۔ د ملاقات په پايه كښی دواړو ډلو دوه اړخيزه رابطو ٬ د كار استعداد كښې په زياتولو او رغنده همكارۍ ته په لا ودې وركولو اتفاق وكړو دغسې چې د كرپشن په ضد د نړيوال معيار له مخې د ديانت دارۍ كلتور مخ په وړاندې لاړ شي

مزید خبریں