لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني سره پير آف لواري شريف پير محمد صادق قريشي وليدل

اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني سره پير آف لواري شريف پير محمد صادق قريشي ليدلي دي ۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې په دې موقع لنډ مهاله صدر په تولنه كښې امن، برداشت او د يووالي ودې لپاره د صوفي روايات د اوږدې مودې خدمات وستائېل۔ ده ووئيل روحاني قيادت د ډېرې مودې راهسې د …

اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني سره پير آف لواري شريف پير محمد صادق قريشي ليدلي دي ۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې په دې موقع لنډ مهاله صدر په تولنه كښې امن، برداشت او د يووالي ودې لپاره د صوفي روايات د اوږدې مودې خدمات وستائېل۔ ده ووئيل روحاني قيادت د ډېرې مودې راهسې د سماجي همغږۍ مضبوطولو او د بېلو طبقو ترمېنځه د شريك احترام په وده كښې ګټور كردار لوبولے دے ۔ په ملاقات كښې پير محمد صادق قرېشي د اخلاقي اقدارو او د اولس ښیګړې په اهميت د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ده لنډ مهاله صدر لپاره د نېكو هيلو څرګندونې سره د هېواد استحكام او پرمختګ لپاره دعا هم وكړه۔

مزید خبریں