کنشاسا 27 جنوري (اے پي پي) په شمالي ختيز جمهوريه کانګو كښې داعش سره د تعلق لرونكو الائيډ ډيموکريټک فورسز په بريدونو كښې 25 كروندګر وژلے شول۔ د اے اېف پي امنيتي ذريعو حواله وركولو سره ووئيل الائيډ ډيموکريټک فورسز د اتوار په شپه د ايتوري ولايت په ځنګلونو كښې په يو شمېر كليو بريدونه كړي٬ الائيډ ډيموکريټک فورسز په ماضي كښې هم په دې سيمه كښې د قتل عام …
په جمهوريه کانګو كښې داعش سره تعلق لرونكو الائيډ ډيموکريټک فورسز په بريدونو كښې 25 كروندګر ووژلے شول

مزید خبریں
کنشاسا 27 جنوري (اے پي پي) په شمالي ختيز جمهوريه کانګو كښې داعش سره د تعلق لرونكو الائيډ ډيموکريټک فورسز په بريدونو كښې 25 كروندګر وژلے شول۔ د اے اېف پي امنيتي ذريعو حواله وركولو سره ووئيل الائيډ ډيموکريټک فورسز د اتوار په شپه د ايتوري ولايت په ځنګلونو كښې په يو شمېر كليو بريدونه كړي٬ الائيډ ډيموکريټک فورسز په ماضي كښې هم په دې سيمه كښې د قتل عام په يو شمېر كاروائيو كښې ملوث پاتي دي٬ يو ځائي کارکن ووئيل وژلي شوي كروندګر د تړولو نه وروستو په تېره الات وژلې شوي٬ چارواكو له مخې په بريد كښې د اوټمابر او بواناسولا كليو سره نزدې پټو كښې كار كوٶنكي كروندګر په نخښه كړي شوي٬ د ځائي سول سوسائيټۍ لارښود ليون انډيموتاؤ مانزاليکے ووئيل ټول وژلي شوي 25 واړه كسان كروندګر وو٬ د كومو چې ځاېي او امنيتي ذريعو هم تصديق كړے دے۔ د بشري حقونو ځائي كاركن کرسټوف منيانډيرو له مخې يو شمېر كسان تښتولې شوي هم دي۔










