د پاکستان د آسيا پارليماني اسمبلۍ په 16 مه كلنه غونډه كښې بين التهذيبي او كلتوري مكالمې ته د ودې وركولو عزم

منامه۔27 جنوری(اے پی پی) پاکستان د آسيا پارلیمانی اسمبلۍ (اے پی اے) 16مې كلنې غونډې په موقع بېن التهذیبی او كلتوري مكالمې ته ودې وركولو له د خپل كلك عزم پخلي كولو سره په آسيا كښې امن ٬ثبات او تلپاتي پرمختګ لپاره په پارليماني كچه د شريكو هڅو په حاجت زور راوړو۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پاكستاني پارليماني پلاوي مشري نجكارۍ لپاره د …

منامه۔27 جنوری(اے پی پی) پاکستان د آسيا پارلیمانی اسمبلۍ (اے پی اے) 16مې كلنې غونډې په موقع بېن التهذیبی او كلتوري مكالمې ته ودې وركولو له د خپل كلك عزم پخلي كولو سره په آسيا كښې امن ٬ثبات او تلپاتي پرمختګ لپاره په پارليماني كچه د شريكو هڅو په حاجت زور راوړو۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پاكستاني پارليماني پلاوي مشري نجكارۍ لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر افنان خان كوله څوك چې دا مهال د بحرېن په پلازمينه منامه كښې د آسيائي پارليماني اسمبلۍ په 16 مه غونډه كښې ګډون كوي۔ په پلاوي كښې سېنېټر ګردیپ سنګھ، سېنېټر اسلم ابړو او د قامي اسمبلۍ غړے تسكين اختر نيازي هم شامل وو۔ سېنېټر افنان خان غونډې ته خطاب كښې په اېشيا كښې په سوله ايز ډول پاتې كېدو ٬ ګډ احترام او تلپاتي پرمختګ لپاره بېن التهذیبی مکالمه بنيادي ستن وګرځوله۔ ده د بحرېن سپيكر او د آسيا پارليماني اسمبلۍ صدر احمد بن سلمان المسلم ته د اے پي اے صدارت په سنبالولو د پاكستان حكومت او اولس لخوا مباركي وركړه او د تنظيم د 20 مې سالګرې په موقع يۍ د بحرېن د كوربتوب ستائنه وكړه۔ په خپل خطاب كښې ده معاشي بې باوري ٬جغرافيائي سياسي تاؤ تريخوالي ٬ ټولنيز وېش او د عدم برداشت په څير د زياتېدونكو چېلنجونو حواله وركولو سره ووئيل دا د پارليمانونو خصوصي ذمه واري ده چې هغوي بشپړه طرز حكمرانۍ ته وده وركړي ٬ همغږي مضبوطه كړي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د آسيا اصل طاقت د دې په ستره تهذيبي ورثه كښې مضمر دے كوم چې يو بل سره په سوله ايز ډول د پاتې كېدو ٬ مكالمې او يو بل څخه د زده كړې كولو امين دے۔ ده ووئيل د بېن المذاهب همغږۍ اداره جاتي اقدامات او په سېنېټ آف پاكستان كښې د اقليتي كاكس په څير فورمز ذكر وكړو كوم چې روادارۍ ته وده او د اقليتونو حقونو تحفظ له كار كوي۔ سېنېټر افنان خان د پاكستاني اولنۍ قامي كلتوري پالېسي (2018)، د نېشنل هسټري میوزیم جوړېدل ، د تاریخی ورثې تحفظ منصوبې او د كلتوري احېاﺀ اقدامت د سماجي همغږۍ او بشپړ قامي شناخت ته د ودې وركولو عملي هڅې وګرځولې۔ ده د آسيائي پارليماني اسمبلۍ كردار ستائېلو سره ووئيل اے پی اے په سيمه ايزه كچه ګډو پارليماني اقدامات ، د تجربو ګډولو او د شريكو چېلنجونو حل كولو له يو مضبوط پلېټ فارم برابروي۔ د خپل خطاب په پايه كښې ده د اے پي اے مقاصد ترلاسه كولو له د پاكستان د رغنده او فعاله همكارۍ عزم پخلي كولو سره په دې خبره زور راوړو چې بېن التهذيبي او كلتوري مكالمې ته دې په پارليماني كچه خصوصي پاملرنه وكړې شي دغسې چې د آسيا تنوع د يووالي ٬ استقامت او ګډ پرمختګ سرچينه جوړه كړې شي۔

مزید خبریں