اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د پبلك اکاٶنټس کميټۍ غونډه د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د سيد نويد قمر په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټۍ غړو پشمول د اړوندو سركاري ادارو چارواكو ګډون وكړو ٬ په غونډه كښې د پټروليم ډويژن كال 24-2023 د آډټ اعتراضات جاج واغستلے شو٬ آډټ چارواكو پي اے سي ته ووئيل په كال 23-2022 كښې د پټروليم …
د پي اے سي غونډه كښې د پټروليم ډويژن كال 24-2023 د آډټ اعتراضات جاج واخستلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د پبلك اکاٶنټس کميټۍ غونډه د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د سيد نويد قمر په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټۍ غړو پشمول د اړوندو سركاري ادارو چارواكو ګډون وكړو ٬ په غونډه كښې د پټروليم ډويژن كال 24-2023 د آډټ اعتراضات جاج واغستلے شو٬ آډټ چارواكو پي اے سي ته ووئيل په كال 23-2022 كښې د پټروليم ليوي او د اېل پي اېس په مد كښې د 14631 ملين روپو ريكوري نه ده شوې٬ سيد نويد قمر ووئيل دا خو د اېف بي آر معامله ده٬ ده ووئيل داسې پكار نه دي چې په دې زه په ذاتي حېثيت د اېف بي آر چيئرمېن راوغواړم۔ د خزانې وزارت ته ووئيل شول دا د کاٶنټنګ غفلت ٶ۔د كمېټۍ په پوښتنه آډيټر جنرل ووئيل په دې هېڅ نشي كېدے٬ دا معامله به هم دغسې سر ته رسول وي۔ د پټروليم سيکرټري ووئيل دا رقم په مياشتني بنياد جمع كېږي او د بېنك ضمانت هم موجود دے٬ د دې نه علاوه هرې مياشت لپاره جلا جلا 48 چيكونه هم وركرے شوي دي٬ پي اے سي امرو كړو تر څو چې د دې رقم ريكوري نه كېږي دا به په اېجنډا موجود وي او د دې مانيټرنګ به هم كولې شي۔ د پي اے سي په پوښته د پټروليم ډويژن لخوا ووئيل شول د ليوي حجم 1.4 ټريلين روپۍ دے۔ سيد نويد قمر ووئيل حکومت دې د پټروليم ليوي تر لاسه كولو لپاره قانون سخت كړي٬ د پارلماني چارو وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري ووئيل د پټروليم سيکرټري دې په دې لړ كښې مسئله رامخې ته كړي نو حكومت به يې حل كړي










