دبئۍ ۔27جنوري (اے پي پي)د متحدہ عرب امارات خارجه وزارت وئېلي دي هغوي د ایران خلاف د كومې هم معاندانه پوځي کارروائۍ كښې د خپل فضائي حدود، خاورې یا سمندري حدود د كارولو اجازه نه وركولو او په دې لړ كښې د كومې لاجسټک مرستې نه وركولو پابند دي۔ د العربیه تر مخه یو اے اي د دې بارو پخلے وكړو چې خبرو ته وده وركول ، تاو تريخوالي كښې …
متحدہ عرب امارات د ایران خلاف د كومې هم پوځي کارروائۍ لپاره د لاجسټک مرستې نه وركولو اعلان

مزید خبریں
دبئۍ ۔27جنوري (اے پي پي)د متحدہ عرب امارات خارجه وزارت وئېلي دي هغوي د ایران خلاف د كومې هم معاندانه پوځي کارروائۍ كښې د خپل فضائي حدود، خاورې یا سمندري حدود د كارولو اجازه نه وركولو او په دې لړ كښې د كومې لاجسټک مرستې نه وركولو پابند دي۔ د العربیه تر مخه یو اے اي د دې بارو پخلے وكړو چې خبرو ته وده وركول ، تاو تريخوالي كښې كمے ، د نړيوال قوانین پاسداري او د ریاستونو د خودمختارۍ احترام د شته بحرانونو د مقابلې لپاره ښه بنیادونه دي ۔ د اماراتي خبر رسنې ایجنسۍ (وام) تر مخه یو اے اي د سفارتي ذرائعو څخه د شخړې حل کولو په ضرورت اډاڼه خپل نقطه نظر باندې زور راوړے دے ۔دا بیانات په داسې وخت كښې رامخې ته شوي دي چې كله د امریکی جنګي الوتكې او ساز و سامان مينځني ختيز ته رسېدلي دي ٬ دغسې چې تر څو ورځو د جنګي چمتوالي نيولو مشق وكړے شي ۔ د امریکې سینټرل کمانډ د دې نه وړاندې دا واضحه كړې وه ۔ د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د تېرو اوونيو په مهال څو ځل د ایران خلاف د پوځي آپشن اشارہ وركړې وه خو د هغوي بقول د ایران چارواكو د اړخه د مظاهرچيانو د مرګ سزا ايسارولو نه پس هغه د خپلو بیانونو په شدت كښې کمے كرے دے










