اسلام آباد 2 7جنوري (اے پي پي) د وفاقي تعليم وزيرِ مملکت وجيهه قمر وئيلي دي د تعليمي نظام مضبوطيا، سپېځلتيا او معيار كښې ښه والي ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ٬ د وزيراعظم محمد شهباز شريف واضحه هدايات له مخئ سسټم مضبوطولو نه غېر تل پاتې پرمختګ ممكن نه دے۔ د نهې په ورځ په پي آئي ډي كښې پرېس کنفرنس ته خپُلې وېنا كښې وجيهه قمر ووئيل …
د تعليمي نظام مضبوطيا، سپېځلتيا او معيار كښې ښه والي ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ۔ وجيهه قمر

مزید خبریں
اسلام آباد 2 7جنوري (اے پي پي) د وفاقي تعليم وزيرِ مملکت وجيهه قمر وئيلي دي د تعليمي نظام مضبوطيا، سپېځلتيا او معيار كښې ښه والي ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ٬ د وزيراعظم محمد شهباز شريف واضحه هدايات له مخئ سسټم مضبوطولو نه غېر تل پاتې پرمختګ ممكن نه دے۔ د نهې په ورځ په پي آئي ډي كښې پرېس کنفرنس ته خپُلې وېنا كښې وجيهه قمر ووئيل حکومت اداره جاتي اصلاحات سره سره د ځوانانو تعليم او تربيې ته بشپړ پام كوي۔ دې ووئيل د تعليم په څانګه كښې مثبت نتجو لپاره د وخت ضرورت وي ځكه چې د نسلونو جوړښت يو مسلسل عمل دے خو حکومت د پېل څخه د ډيجيټل اصلاحات د لارې سپېځلتيا او د ځواب وركړه باوري كړې ده۔ دې ووئيل د تعليم وزارتِ خپل زياتره چارې په ډيجيټل پليټ فارم منتقل كړې دي٬ چې ورسره پراسيسنګ، ټريکنګ او د احتساب نظام مضبوط شوے دے٬ د ټينډرز جانچ پړتال هم په ډيجيټل طريقه كېږي كوم چې د سپېځلتيا وده كښې مهم كردار لوبوي۔










