ملګري ملتونه ۔27 جنورۍ (اے پی پی) پاكستان وئيلي دي د نړيوال قانون په احترام كښې كمے په تندۍ سره شخړې رامخې ته كوي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد په سلامتي كونسل كښې د "نړيوال قانون حكمرانۍ توثيق" په سرخط شوي بحث ته خپل خطاب كښې د تېر كال مئي مياشت كښې په پاكستان د هند بريد ٬ د كشميري اولس د خپلواكۍ حق …
د نړيوال قانون په احترام كښې كمے راتلل په تندۍ سره شخړې رامخې ته كوي: په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازے عاصم افتخار

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔27 جنورۍ (اے پی پی) پاكستان وئيلي دي د نړيوال قانون په احترام كښې كمے په تندۍ سره شخړې رامخې ته كوي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد په سلامتي كونسل كښې د “نړيوال قانون حكمرانۍ توثيق” په سرخط شوي بحث ته خپل خطاب كښې د تېر كال مئي مياشت كښې په پاكستان د هند بريد ٬ د كشميري اولس د خپلواكۍ حق پرله پسې نفي ٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه د سندھ طاس لوظنامې معطل كولو پلو پام وګرځولو۔ ده خبردارے وركړو چې د يو اړخيزه اقدامات هڅې اجتماعي سلامتيا كمزورې كوي او د ګڼ اړخيزه ادارو وقار ته زيان رسوي۔ جنورۍ مياشت لپاره د سلامتي كونسل صدارت كونكے هېواد صوماليه د دې بحث اهتمام وكړو۔ پاکستانی استازي بحث مهم ګرځولو سره ووئيل د معاهداتي ذمه وارو کمزورۍ او يو اړخيزه اقدامات د رياستونو ترمينځه باور ته زيان رسولے دے او د ملګرو ملتونو په منشور اډانه ګڼ اړخيزه نظام يۍ فشار سره مخ كړے دے۔ ده ووئيل قانون چې كله د طاقت يا وقتي مصلحت په وړاندې ټيټ شي نو بې ثباتي زياتيږي٬ شخړې لا ژورې شي او په سوله ايزه توګه يو بل سره پاتې كېدل خطر سره مخ شي۔ ده د هند لخوا د نړيوال قانون او د پاكستان د خپلواكۍ خلاف ورزۍ كولو سره د پوځي جارحيت حواله وركړه۔ ده ووئيل پاکستان د خپلې دفاع حق په محتاط ډول وكارولو۔ ده ووئيل د پاكستان او هند ترمينځه دغه شخړه دا حقيقت په ګوته كوي چې په سوئيلي آسيا كښې د بې ثباتۍ بنيادي سبب په جمو وكشمير د هند غېر قانوني قبضه ده كومه چې د سلامتي كونسل د قراردادونو سنګينه خلاف ورزي ده۔ پاكستاني استازي ووئيل د هند لخوا د سندھ طاس لوظنامې يو اړخيزه معطلي د نړيوالو ذمه وارو ښكاره خلاف ورزي ده كومه چې د لكھونو په شمېر خلقو ژوند او معاش خطر سره مخ كوي او امن او سلاتيا ته زيان رسوي۔ د هند د نړيوال قانون سنګينو خلاف ورزو په اړه د پاكستاني استازي د بيان په ځواب كښې هندي استازي پروتھنی هریش له كوم ثبوت پرته په پاكستان پهلګام بريد كښې د ككړېدو تور ولګولو۔ پاكستان د هند بې بنسټه ادعاګانې مسترد كولو سره ووئيل جمو وكشمير كله هم د هند برخه پاتې شوې او نه به پاتې شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مشن فرسټ سېکرټری ذوالفقار علي د ځواب كولو خپل حق كارولو سره ووئيل د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې جمو و کشمیر يو شخړيزه سيمه ده چې حتمي پرېكړه يۍ كېدل دي۔ ده ووئيل د نړۍ تر ټولو د لويې جمهوريت ادعاګانې په هند كښې د هندو انتها خوښو تنظيمونو په سرپرستۍ كښې د مسلمانانو ، مسېحيانو ، سکھانو او د نورو اقليتونو په ضد په روانو رياستي ظلمونو پرده اچولې نه شي










