صوابی۔ 27 جنوری (اے پی پی) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام وئيلي دي د وزیراعظم شهباز شریف لیپ ټاپ سکیم ګرد هېواد او په خاص توګه د خېبر پښتونخوا د پاتې سيمو زده كوونكي عصري تعليم او ډيجيټل نړۍ سره تړلي دي٬ ځوانان زمونږ قيمتي اثاثه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د صوابۍ پوهنتون كښې د وزیراعظم لېپ ټاپ سکیم لاندې …
ځوانان تر ټولو قيمتي اثاثه ٬ پي ايم ليپ ټاپ سكيم په ګرد هيواد كښې زده كوؤنكي عصري تعليم او ډيجيټل نړۍ سره تړلي دي: وفاقي وزير انجينئر امير مقام

مزید خبریں
صوابی۔ 27 جنوری (اے پی پی) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام وئيلي دي د وزیراعظم شهباز شریف لیپ ټاپ سکیم ګرد هېواد او په خاص توګه د خېبر پښتونخوا د پاتې سيمو زده كوونكي عصري تعليم او ډيجيټل نړۍ سره تړلي دي٬ ځوانان زمونږ قيمتي اثاثه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د صوابۍ پوهنتون كښې د وزیراعظم لېپ ټاپ سکیم لاندې زده كوونكو ته د لېپ ټاپ وركولو دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل تر ټولو وړاندې زه د وزيراعظم شهباز شريف بصيرت او پوهه لرونكې مشرتابه ته پېرزوئنې وړاندې كوم چا چې تل ځوانان د قامي پرمختګ محور ګرځولې دي٬ د وزيراعظم لېپ ټاپ سكيم يو انقلابي ګام دے كوم چې د ګرد هېواد او په خاص توګه د خېبر پښتونخوا د پاتې سيمو زده كوونكي عصري تعليم او ډيجيټل نړۍ سره تړلي دي۔ وفاقی وزیر ووئيل نن د صوابۍ پوهنتون 241 زده كوونكي دې سكيم څخه نېغ په نېغه استفاده كوي او دا د دې خبرې ثبوت دے چې وفاقي حكومت د ځوانانو مسئلې حل كولو كښې جدي خوښي لري۔ ده ووئيل زه په خاص توګه د وزيراعظم د يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان ته هم پېرزوئنې وړاندې كوم څوك چې شپه او ورځ ځوانانو لپاره د روزګار ٬ تعليم ٬ سكالرشپس او هنرمندۍ موقعې رامخې ته كولو كښې بوخت دے۔ انجینئر امیر مقام ووئيل د فیلډ مارشل او وزیراعظم زړه ور مشرتابه ته پېرزوئنې وړاندې كوم كوم چې هند ته په ماتې وركولو سره خپله دفاع لا مضبوطه كړه او نړۍ ته ي دا پېغام وركړو چې پاكستان يو مضبوط ٬ خود دار او امن خوښونكے هېواد دے۔ وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام ووئيل دې پوهنتون لپاره د وفاقي حكومت لخوا په زړه پورې اقدامات شوي دي۔ په كال 2015 كښی د وزیراعظم نواز شریف په حکومت كښې د پی اېس ډي پي لاندې د 1001 ملین روپو د دوه اکېډمک بلاکس جوړولو منصوبه منظور كړې شوه۔ بيا د مسلم لیګ (ن) حکومت په كال 2023 دې منصوبې ته پراختيا وركولو له نورې 701 ملین روپۍ منظور كړې او دا وفاقي حكومت د تعليمي عزم ثبوت دے۔ دې سره سره هونهار سکالرشپس څخه د صوابۍ پوهنتون 50 زده كوونكو استفاده وكړه او دا د ستائنې وړ ګام دے۔ ده ووئيل صوبائي حكومت هم بايد د وفاقي حكومت په څير د لېپ ټاپ سكيم او نورې تعليمي او د خېر ښېګړی منصوبې پېل كړي ولې چې كه ځوانان له پامه وغورځولې شي نو سباؤن خطر سره مخ كېدے شي۔ وفاقی وزیر زده كوونكو ته ووئيل تاسو د پاكستان سباؤن يۍ ٬ تاسو د پاكستان طاقت يۍ ٬ د تعليم ٬ تحقيق او كردار د لارې دا هېواد مخ په وړاندې بوتلل ستاسو ذمه واري ده او مونږ تاسو سره ولاړ يوو










