په انډونیشیا كښې لينډ سلائیډنګ ،38 كسان مړه ، 685 بې كوره شول

جکارته ۔27جنوری (اے پی پی) د انډونیشیا مغربی صوبې جاوا په سیسارُوا سيمه كښې د لېنډ سلائیډنګ پېښې په نتيجه كښې 38 كسان مړه شوي ٬ د مړو د شناخت عمل تر دې دمه روان دے۔ د شنهوا له مخې د قدرتي آفتونو قومي ادارې (بی اېن پی بی) د نهې په ورځ ووئيل چې د ګل ورځې تر ماښام د 20 كسانو شناخت بشپړ كېدو څخه وروستو جسدونه خپلو …

جکارته ۔27جنوری (اے پی پی) د انډونیشیا مغربی صوبې جاوا په سیسارُوا سيمه كښې د لېنډ سلائیډنګ پېښې په نتيجه كښې 38 كسان مړه شوي ٬ د مړو د شناخت عمل تر دې دمه روان دے۔ د شنهوا له مخې د قدرتي آفتونو قومي ادارې (بی اېن پی بی) د نهې په ورځ ووئيل چې د ګل ورځې تر ماښام د 20 كسانو شناخت بشپړ كېدو څخه وروستو جسدونه خپلو كورنيو ته وسپارلې شوو۔ د پاتې 18 مړو د شناخت عمل روان دے۔ ادارې وئيلي چې د نهې په سهار سرچ اېنډ رېسكيو آپرېشن يو وارې بيا پېل كړے شو په كوم كښې چې اضافي درنې مشينرۍ شاملې كړې شوي دي دغسې چې ځپلې سيمه سيمه كښې د درك لګولو دائره لا پراخا كړې شي۔ په دې كارروايۍ كښې نزدې 800 اهلکار او 9 اېکسکیوېټرز برخه اخلي۔ د لېنډ سلائيډنګ د لاسه 685 كسان بې كوره شوي دي كوم چې عاضي پناه ځايونو ته منتقل كړې شوي دي۔ د چارواكو له مخې د لېنډ سلائيډنګ دا پېښه تر دوه شپو روانو زياتو بارانونو په نتيجه كښې رامخې ته شوه۔

مزید خبریں