د پاكستان او ګھانا ترمينځه اولنے دوه اړخيزه سياسي مشاورت ٬ دوه مفاهمتي يادښتونه لاس ليك

اسلام آباد۔27جنوری (اے پی پی) د پاكستان او ګھانا ترمينځه اولنے دوه اړخيزه سياسي مشاورت په ګھانا كښې وشو كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو كښې يو مهم پړاؤ دے۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پاكستاني پلاوي مشري اېډیشنل سېکرټری خارجه حامد اصغر خان او د ګھانا لخوا پلاوي مشري د خارجه وزارت چیف …

اسلام آباد۔27جنوری (اے پی پی) د پاكستان او ګھانا ترمينځه اولنے دوه اړخيزه سياسي مشاورت په ګھانا كښې وشو كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو كښې يو مهم پړاؤ دے۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پاكستاني پلاوي مشري اېډیشنل سېکرټری خارجه حامد اصغر خان او د ګھانا لخوا پلاوي مشري د خارجه وزارت چیف ډائرېکټر خدیجه ادریسو كوله۔ د مشاورت په مهال دوه مفاهمتي يادښتونه لاس ليك كړې شول۔ يو مفاهمتي يادښت د دوه اړخيزه سياسي مشاورت او دويم د اسلام آباد فارن سروس اکېډمی او ګھانا فارن سروس انسټی ټیوټ ترمينځه و۔ د خبرو اترو په مهال دواړو ډلو د دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو عزم پخلے وكړو او د سياسي ، دفاعی، سیاحتی، ثقافتی، صحت، تعلیم، انفارمېشن ټېكنالوجی او د شريكې خوښې په نورو څانګو كښې يۍ د همكارۍ په زياتولو اتفاق وكړو۔ دواړو هېوادونو په دې خبره هم اتفاق وكړو چې د دوه اړخيزه سياسي مشاورت راروان دور به راروان كال كښې په اسلام آباد كښې كولے شي۔ پاكستان او ګھانا په څو لسيزو محيط د ملګرتيا او همكارۍ پخوانۍ اړيكې لري۔ د ادارہ جاتی مکالمې دا عمل به د نور بامقصده او منصوبه جاتي مرستې د لارې اړيكې لا پياوړې كولو كښې مرستيال ثابت شي۔

مزید خبریں