د چين په ګانسو صوبه كښې د 5.5 شدت زلزله ، 20 زره كسان محفوظ ځايونو ته منتقل كړې شول

بیجنګ۔27جنوری(اے پی پی) په شمال مغربي چين كښې د زلزلې جړقونه محسوس كړې شول چې شدت يۍ به رېكټر سكېل 5.5 ریکارډ كړے شو۔ د اماراتي نيوز ايجنسۍ ’’وام‘‘ له مخې د چين زلزله نېټ وركس سېنټر وئيلي دي چې د چين په شمال مغربي صوبه ګانسو كښې د 5.5 شدت زلزله ريكارډ كړې شوه۔ د ځائي چارواكو وېنا ده چې د احتياطي تدبيرونو لاندې 20 زره څخه زيات كسان …

بیجنګ۔27جنوری(اے پی پی) په شمال مغربي چين كښې د زلزلې جړقونه محسوس كړې شول چې شدت يۍ به رېكټر سكېل 5.5 ریکارډ كړے شو۔ د اماراتي نيوز ايجنسۍ ’’وام‘‘ له مخې د چين زلزله نېټ وركس سېنټر وئيلي دي چې د چين په شمال مغربي صوبه ګانسو كښې د 5.5 شدت زلزله ريكارډ كړې شوه۔ د ځائي چارواكو وېنا ده چې د احتياطي تدبيرونو لاندې 20 زره څخه زيات كسان محفوظ ځايونو ته منتقل كړې شوي دي۔ په ځپلو سيمو كښې تر دې دمه د كوم ځاني يا مالي زيان په اړه كومه اطلاع ترلاسه شوې نه ده۔ له زلزلې څخه وروستو د اولسي سلامتيا ادارو د مرستې كارروايۍ تندولو سره 350 افسران سرچ اېنډ رېسكيو عملياتو لپاره روان كړي۔ دې سره سره د ګانسو صوبائي فائر اېنډ رېسكيو كور 340 اهلکار، 65 ګاډي او 7 تربيه شوي درك لګوونكي سپي په ځپلو سيمو كښې متحرك كړي دي۔

مزید خبریں