اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) بېن الصوبائي چارو لپاره د قامي اسمبلي د قائمه کميټۍ 11مه غونډه د ګل په ورځ د شيخ آفتاب احمد په مشرۍ كښې وشوه ٬ وزارت باور وركړو چې يو جعلي كلب به نه رجسټرډ كېږي، د ګرد هېواد هرې ضلعې څخه کلب چيمپئن شپ پېل كړے شوے او په مجموعي توګه به د 1100 كلبونو جانچ پړتال كېږي٬ كه هاکي فيډريشن د …
بېن الصوبائي رابطې لپاره د قائمه کميټۍ 11مه غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) بېن الصوبائي چارو لپاره د قامي اسمبلي د قائمه کميټۍ 11مه غونډه د ګل په ورځ د شيخ آفتاب احمد په مشرۍ كښې وشوه ٬ وزارت باور وركړو چې يو جعلي كلب به نه رجسټرډ كېږي، د ګرد هېواد هرې ضلعې څخه کلب چيمپئن شپ پېل كړے شوے او په مجموعي توګه به د 1100 كلبونو جانچ پړتال كېږي٬ كه هاکي فيډريشن د کلبونو د شکايتونو په درې ورځو كښې ازاله نه كوي نو وزارت به خپله دا معامله حل كوي۔کميټۍ وزارت ته سخت هدايات جاري كولو سره ووئيل د هاکۍ په ګراؤنډز كښې د تجارتي هلو ځلو كوونكو په ضدې دې نوټس واخستلې شي٬ د سکروټني عمل بشپړېدو نه وروستو دې تفصيلي رپورټ كمېټۍ ته وړاندې كړے شي۔ په غونډه كښې ډاکټر مهرين رزاق بھټو په کنوينئر شپ كښې يوه ذيلي کميټي جوړه كړې شوه چې پكښې په نورو غړو كښې انجم عقيل خان او خواجه اظهار الحسن شامل دي كومه چې به په تېرو پنځو كالو كښې د پاکستان سپورټس بورډ د کامیابو، پرمختيائي او غېر پرمختيائي فنډز تفصیلات، مختلف تنظیمونو ته د وركړې شوي ګرانټس تفصیلات او مقاصد، په تېرو كلونو كښې د آډټ اعتراضونو او د دغې د نه حل كېدو د وجوهات جاج اخلي ۔ په غونډه كښې انجم عقیل خان، سردار محمد یعقوب خان ناصر (د زوم د لارې)، حاجی رسول بخش چانډیو، سیدہ شهلا رضا، ډاکټر مهرین رزاق بھټو، خواجه اظهار الحسن، بابر نواز خان او محمد ادریس پشمول د وزارت لوړ پورو ګډون وكړو










