سمندر پورې پاکستانيان د هېواد قيمتي اثاثه او د معيشت حقيقي معماران دي، اعظم نذير تارړ

بارسلونا 26 جنوري (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي سمندر پورې پاکستانيان د هېواد قيمتي اثاثه او د معيشت حقيقي معماران دي۔ د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د هوپ آف اوورسيز پاکستانيز سپين تر سېوري لاندې اوورسيز انټرنيشنل کنونشن بارسلونا ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده د اوورسيز پاکستانيانو ترسيلاتِ زر د هېواد …

بارسلونا 26 جنوري (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي سمندر پورې پاکستانيان د هېواد قيمتي اثاثه او د معيشت حقيقي معماران دي۔ د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د هوپ آف اوورسيز پاکستانيز سپين تر سېوري لاندې اوورسيز انټرنيشنل کنونشن بارسلونا ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده د اوورسيز پاکستانيانو ترسيلاتِ زر د هېواد د معيشت په استحكام كښې د ملا د تير حېثيت ګرځولو سره ووئيل حکومت د سمندر پورې پاكستانيانو مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كولو باوري كوي۔ ده زياته كړه چې اوورسيز پاکستانيان په هره سخته كښې پاکستان سره ولاړ دي او حکومت د دوي خېرښګړې٬ سهولت او قانوني تحفظ لپاره عملي اقدامات كوي۔ په کنونشن كښې د اوورسيز پاکستانيز فاؤنډيشن چيئرمېن سيد قمر رضا شاه، د پاکستان سفير ډاکټر ظهور احمد، قونصل جنرل بارسلونا مراد علي وزير، د هوپ آف اوورسيز پاکستانيز سرپرست چوهدري ساجد تارړ، چوهدري امانت حسېن مهر، مهران تارړ، سعيد شيخ، چوهدري ساجد ګوندل او د پاکستان بار کونسل غړي محمد احسن بھون هم وېنا وكړه۔ مقررينو د هوپ آف اوورسيز پاکستانيز د کردار او خدمات ستائنه وكړه او د کنونشن په كاميابۍ كښې يې انتظاميه له مباركي وركړه۔

مزید خبریں