د واورې له امله مختلف سيمو كښې د لارو بندېدو او خوئېدو له امله د ټرېفك روانې كښې د خلل رامخې ته اندیښنه ده ٬ د موسميات محكمې خبردارے

اسلا آباد 26 جنوري(اے پي پي)د موسميات محكمې خبردارے وركړے دے چې د نهې په شپه او په 27 جنورۍ د واورې ورېدو له امله ناران ٬ كاغان٬ چمن ٬ پشين ٬ قلعه عبدالله ٬ قلعه سېف الله ٬ نوشكي ٬ هرنائي او ژوب كښې د لارو ېندېدو او خوئېدولو په سبب د ټرافك رواني ځپلې كېدو اندیښنه ده٬ بره خېبر پښتونخوا ٬ كشمير او ګلګت بلتستان په غرئيزو سيمو …

اسلا آباد 26 جنوري(اے پي پي)د موسميات محكمې خبردارے وركړے دے چې د نهې په شپه او په 27 جنورۍ د واورې ورېدو له امله ناران ٬ كاغان٬ چمن ٬ پشين ٬ قلعه عبدالله ٬ قلعه سېف الله ٬ نوشكي ٬ هرنائي او ژوب كښې د لارو ېندېدو او خوئېدولو په سبب د ټرافك رواني ځپلې كېدو اندیښنه ده٬ بره خېبر پښتونخوا ٬ كشمير او ګلګت بلتستان په غرئيزو سيمو كښې د لېنډ سلائنډنګ او د واورې كمرو د رغړېدو خطر دے۔ په دې مهال سېلګرو ته د محتاط پاتي كېدو او د غېر ضروري مزل نه ډډه پكار ده۔د موسميات محكمې تر مخه په راروانو 24 ساعتو كښې د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم يخ او د وريځ پاتي كېدو توقع ده۔ په دغې مهال په څو ځايونو د باران او بره سيمو كښې د درمياني شدت د واورې ورېدو هم امكان دے۔ ۔ سبا د نهې په ورځ خېبر پښتونخوا ٬ كشمير ٬ ګلګت بلتستان ٬ اسلام آباد ٬ شمالي مشرقي پنجاب او شمال مشرقي بلوچستان كښې به وريځ او د سيلۍ سره وخت په وخت د باران او واورې امكان دے۔ په دې مهال كشمير او بره خېبر پښتونخوا كښې په ځينې ځايونو د باران او واورې هم امكان دے۔ د هېواد په نورو برخو كښې به موسم يخ او اوچ وي۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال بلوجستان كښې چرته چرته او بره خېبر پښتونخوا كښې په څو ځايونو سيلۍ او د پرق پروق سره باران او په غرونو واوره شوې۔د ګل په ورځ تر ټولو كم د حرارت درجه لهه كښې منفي 12 ٬ كالام ٬ زيارت كښې منفي 08 ٬ استور٬ ګوپس ٬ پارا چنار منفي 07 ٬ مالم جبه ٬ قلات ٬ راولاكوټ منفي 05 او نتهيا ګلي كښې منفي 04 ډګري سينټي ګرېډ رېمارډ كړے شو۔

مزید خبریں