د صدر پاكستان وياند مرتضی سولنګي د لاهور پريس كلب نوو ټاكلے شوو عهديدارو له مباركي

اسلام آباد۔26جنوری (اے پی پی) د صدر پاكستان وياند مرتضی سولنګي د لاهور پرېس كلب نوو ټاكلے شوو عهدېدارو له مباركي وركړې ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې مرتضی سولنګي ووئيل د لاهور پرېس کلب ټاكنې د خبريالې ورورولۍ د جمهوري رواياتو عكاسي كوي۔ مرتضی سولنګي د لاهور پرېس كلب په ټاكنو كښې ټاكلېے شوو عهدېدارو له په كاميابۍ مباركي وركولو سره سره …

اسلام آباد۔26جنوری (اے پی پی) د صدر پاكستان وياند مرتضی سولنګي د لاهور پرېس كلب نوو ټاكلے شوو عهدېدارو له مباركي وركړې ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې مرتضی سولنګي ووئيل د لاهور پرېس کلب ټاكنې د خبريالې ورورولۍ د جمهوري رواياتو عكاسي كوي۔ مرتضی سولنګي د لاهور پرېس كلب په ټاكنو كښې ټاكلېے شوو عهدېدارو له په كاميابۍ مباركي وركولو سره سره په ټاكنو كښې د برخه اخستونكو ټولو كانديدانو په دې جمهوري عمل كښې ګډون وستائېلو۔ وياند ووئيل د ټاكنو په عمل كښې ګډون كوونكي ټول كانديدان د جمهوريت په استحكام كښې يو برابر شريك دي ، د لاهور پرېس كلب ټاكنو د خبريالې ورورولۍ جمهوري شعور او يووالې په ډاګه كړو٬ آزادې ٬ سپېځلې او جمهوري ټاكنې د صحافت د وقار علامت دي۔
(خبر- 51 )

مزید خبریں