ملتان۔ 26 جنوری (اے پی پی) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي بې وزلي ختمول يوازې د رياست د وس خبره نه ده ٬ دې مقصد لپاره به شتمندو ٬ سول سوسائټۍ او نجي څانګې له حكومت سره همكاري كول وي۔ هغه د ګل په ورځ په پنجاب كښې د پاكستان پاورټی اېلیوی اېشن فنډ (PPAF) تراهتمام لاندې دستورې ته خطاب كولو۔ سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل …
بې وزلي ختمولو له به رياست سره سره شتمندو ٬ سول سوسائټۍ او نجي څانګې له خپل كردار ترسره كول وي: د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني

مزید خبریں
ملتان۔ 26 جنوری (اے پی پی) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي بې وزلي ختمول يوازې د رياست د وس خبره نه ده ٬ دې مقصد لپاره به شتمندو ٬ سول سوسائټۍ او نجي څانګې له حكومت سره همكاري كول وي۔ هغه د ګل په ورځ په پنجاب كښې د پاكستان پاورټی اېلیوی اېشن فنډ (PPAF) تراهتمام لاندې دستورې ته خطاب كولو۔ سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل په بې وزلۍ كښې كمي لپاره اجتماعي هڅې او پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ ضروري دے ، سول سوسائټي او فلاحي ادارې دې د خېر ښېګړې منصوبو كښې بشپړ كردار ترسره كړي۔ د سېنېټ چيئرمېن د پاکستان پاورټي ایلیوي اېشن فنډ او د دې د 63 همكاره ادارو خذمات ستائېلو سره ووئيل پي پي اے اېف د سود نه پاكو پورونو ٬ روغتيا او د زده كړو په څانګو كښې د سرمايه كارۍ د لارې مهم كردار ترسره كړے دے۔ ده د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه د هڅو هم ستائنه وكړه۔ سيد يوسف رضا ګيلاني د وزيراعظمۍ خپل دور يادولو سره ووئيل هغه د مستحق كورنيو مرستې له بېنظير انكم سپورټ پروګرام پېل كړو۔ ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د امنيتي آپرېشنز په مهال نزدې د 25 لکه بې كوره كسانو په 90 ورځو كښې بحالول يوه تاريخي كاميابي وه۔ د نړيوال معاشي بحران په مهال ده د خپل حكومت د كاميابو زرعي پالېسيو ذكر هم وكړو۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د كرونده ګرو ٬ مېرمنو او كوچنيانو په معاشي توګه په خپلو پښو اودرولو نه پرته تلپاتي پرمختګ ممكن نه دے۔ ده سندھ ډوېلپمنټ آرګنائزېشن هم د PPAF همكاره جوړولو تجويز وركړو۔ ده ووئيل د يونيسف لخوا سندھ حكومت ته روغتيا او زده كړو لپاره بشپړ فنډز وركړے شوي دي۔ په دې موقع د پی پی اے اېف چیف اېګزېکټو آفیسر نادر ګل ووئيل ادارې په ګرد هېواد كښې نزدې د زده كړو په 390 او د روغتيا په 90 منصوبو كښې سرمايه كاري كړې ده۔ ده د كال 2005 زلزلې څخه وروستو د 12 زره 200 كورونو جوړولو ، 49 زره څخه زياتو كورنيو ته د خوراك وركولو او د كال 2025 سېلاب څخه وروستو د مرستې هلو ځلو ذكر وكړو۔ ده ووئيل بي آئي اېس پي څخه استفاده كوونكو 2 زره كورنيو ته د بېلو هنرونو تربيه وركړې شوه۔ په دستوره كښې د پيپلز پارټي د قامي اسمبلۍ غړي سميع ګيلاني په شمول سي اي او اېجوكېشن ډاكټر صفدر واګھا او د بېلو همكاره اېن جي اوز استازو هم ګډون وكړو










