وسله وال پوځونه مكمل چمتو ولاړ دي٬ځوابي اقدامات به د دښمن د توقعات نه دېر زيات وي٬د ايران چارواكي

تهران۔ 26 جنوري (اے پي پي) د ايران پارلمان د قامي سلامتيا او خارجه پاليسۍ كمېټۍ غړي محسن ثاني وئېلي دي د دښمن د پوځ تعيناتي په ځواب كښې د ايران وسله وال پوځونه چمتو ولاړ دي۔ د سي جي ټي اين تر مخه يوه مركه كښې ده ووئېل ايران په منطقه كښې د دښمن په ټولو حركيات نظر ساتلے او د كومې هم ممكنه كاروائۍ به په زړه پورې …

تهران۔ 26 جنوري (اے پي پي) د ايران پارلمان د قامي سلامتيا او خارجه پاليسۍ كمېټۍ غړي محسن ثاني وئېلي دي د دښمن د پوځ تعيناتي په ځواب كښې د ايران وسله وال پوځونه چمتو ولاړ دي۔ د سي جي ټي اين تر مخه يوه مركه كښې ده ووئېل ايران په منطقه كښې د دښمن په ټولو حركيات نظر ساتلے او د كومې هم ممكنه كاروائۍ به په زړه پورې ځواب وركولې شي ۔ ده ووئېل د ايران سټرائيك رېنج د آبنائے هرمز نه د منطقې تر ټولو امرېكائي مفاداتو محيط دے او ځوابي اقدامات به د دښمن د توقعات نه ډېر زيات وي ۔ سي جي ټي اين خپل راپور كښې ووئېل د اسرائيل تر مخه د امرېكې بحريه كيريئر اسټرائيك ګروپ ٬٬ ابراهم لنكن٬٬ مينځني ختيز ته رسېدلې ده او هغه د امرېكې د سېنټرل كمانډ په دائره كار كښې كار كوي ۔ د امرېكې فضائيه اعلان كړے دے چې هغه به ډېر زر په مينځني ختيز كښې تر ډېرو ورځو د چمتوالي نيولو مشق پېل كوي۔ د اسرائيل ډيفنس فورسز د شمالي كمانډ كمانډر رافي ميلو ووئېل په سيمه ايز ټاو تريخوالي كښې د پرله پسې زياتوالي تر مخه د اسرايئل پوځ د ايران خلاف د ممكنه امرېكائي پوځي كاروائۍ په ضد د ايران غبرګون له چمتو والے نيسي۔ هغه ووئېل كه امرېكا په ايران د بريد پرېكړه كوي نو د ايران ځينې ځوابي اقدامات اسرائيل ځپلے شي ٬ د كومو لپاره چې د اسرائيل پوځ چمتو ولاړ دے۔

مزید خبریں