بنګله دیش، عدالت پخواني پوليس چيف او د هغه دوو ملګرو ته د مرګ سزا واوروله

ډھاکه۔26جنوری(اے پی پی) د بنګله دېش يو عدالت د ګل په ورځ د پلازمينې ډھاكه پخواني پوليس چيف او د هغه دوو ملګرو ته د كال 2024 احتجاجی لاريونونو په مهال په غېر انساني جرمونو كولو د مرګ سزا اورولې ده٬ د پخواني پوليس چيف حبيب الرحمن په شمول د درېو كسانو په ضد د هغوي په غېر موجودګۍ كښې مقدمه وچلولې شوه ٬ د هغوي ځايونه معلوم شوي نه …

ډھاکه۔26جنوری(اے پی پی) د بنګله دېش يو عدالت د ګل په ورځ د پلازمينې ډھاكه پخواني پوليس چيف او د هغه دوو ملګرو ته د كال 2024 احتجاجی لاريونونو په مهال په غېر انساني جرمونو كولو د مرګ سزا اورولې ده٬ د پخواني پوليس چيف حبيب الرحمن په شمول د درېو كسانو په ضد د هغوي په غېر موجودګۍ كښې مقدمه وچلولې شوه ٬ د هغوي ځايونه معلوم شوي نه دي۔ د اے اېف پي له مخې عدالتي پرېكړه په 12 فرورۍ د كېدونكو ټاكنو څخه وړاندې رامخې ته شوې ده۔ په اګست 2024 كښې د پخوانۍ وزيراعظمې شېخ حسینه له برطرفۍ څخه وروستو دا به هېواد كښې اولنۍ ټولټاكنې وي۔ په دې مقدمه كښې نورو 5 پخوانيو پوليس افسرانو ته بېلې سزاګانې وركړې شوي دي۔ دا كېس په 5 اګست 2024 ډھاكه كښې د 6 مظاهرچيانو په وژلے كېدو درج كړے شوے ؤ ۔ عدالت ته ووئيل شول چې حبيب الرحمن پوليس يونټس ته د مظاهرچيانو په ضد د طاقت كارولو احكامات وركړې وو۔ چيف پراسېكيوټر تاج الاسلام په پرېكړه د اطمينان څرګندونه وكړه۔ خبريالانو سره خبرو كښې ده ووئيل عدالت پرېكړه وكړه چې جرمونه ثابت شوي دي٬ دغو كسانو د انسانيت په ضد جرمونه كړي دي

مزید خبریں