ماسکو 26 جنوري (اے پي پي) روسيه د امريكې لخوا د کيوبا د ناكه بندۍ خبرونه د اندېښنې وړ ګرځولي دي۔ د تاس له مخئ د روسيه حكومتي وياند دمتري پيسکوف ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل د كيوبا د ممكنه امريكائي ناكه بندۍ اطلاعات د تشويش سبب دي٬ د کيوبا د ناکه بندۍ په اړه د امريكې منصوبو په اړه د امريكې د ميډيا كمپنۍ پوليټيکو په مضمون تبصره …
روسيه د امريکې لخوا د کيوبا د ممكنه ناكه بندۍ په خبرونو اندیښنه څرګنده كړه

مزید خبریں
ماسکو 26 جنوري (اے پي پي) روسيه د امريكې لخوا د کيوبا د ناكه بندۍ خبرونه د اندېښنې وړ ګرځولي دي۔ د تاس له مخئ د روسيه حكومتي وياند دمتري پيسکوف ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل د كيوبا د ممكنه امريكائي ناكه بندۍ اطلاعات د تشويش سبب دي٬ د کيوبا د ناکه بندۍ په اړه د امريكې منصوبو په اړه د امريكې د ميډيا كمپنۍ پوليټيکو په مضمون تبصره كولو سره وياند ووئيل مونږ داسې ډېر رپورټس مشاهده كړي دي او ھغه د تشويش وړ دي٬ مونږ پوهېږو چې مونږ كيوبا سره خپل مفادات او د خپلې آزادۍ دفاع كولو عزم لرو۔ ده زياته كړه چې مونږ كيوبا سره خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوو ٬ پوليټيكو د وړاندې نه اطلاع وركړې وه چې د امريكې حكومت په کيوبا د تېلو د ترسيل په اړه په پابندۍ لګولو غور كوي او او تر ډېرې مودې د كيوبا د بشپړه ناكه بندۍ مقصد په جزيره كښې د کميونسټ حکومت تخته اړول دي٬ د دې په ځواب كښې د كيوبا چارواكو وئيلي وٶ مونږ امريكې سره خبرې اترې نه كوٶ خو مونږ سنجيده او د ذمه وارۍ خبرو له چمتو وي۔










