د وزيراعظم د تجارت په اړه خاص مرستيال رانا احسان افضل خان لاهور ايكسپو سينټر كښې د ميګا ليدر شو پرانسته

اسلام آباد۔26جنوری(اے پی پی) د وزيراعظم د تجارت په اړه خاص مرستيال رانا احسان افضل خان د خاص ميلمه په حيث لاهور ايكسپو سينټر كښې د ميګا ليدر شو پرانسته وكړه۔ د ګل په ورځ د پرانستې دستورې په مهال ده د ربن په پرې كولو په رسمي توګه د نندارتون پرانسته وكړه ٬ دې څخه وروستو ده د بېلو سټالونو دوره وكړه او په نندارتون كښې ملكي او بهرنيو …

اسلام آباد۔26جنوری(اے پی پی) د وزيراعظم د تجارت په اړه خاص مرستيال رانا احسان افضل خان د خاص ميلمه په حيث لاهور ايكسپو سينټر كښې د ميګا ليدر شو پرانسته وكړه۔ د ګل په ورځ د پرانستې دستورې په مهال ده د ربن په پرې كولو په رسمي توګه د نندارتون پرانسته وكړه ٬ دې څخه وروستو ده د بېلو سټالونو دوره وكړه او په نندارتون كښې ملكي او بهرنيو ګډون كوونكو سره يۍ ملاقاتون وكړل۔ د روان كال په مهال په دې نندارتون كښې 200 څخه زياتې كمپنۍ ګډون كوي په كومو كښې چې ګڼ شمېر نړيوالې ادارې هم شاملې دي۔ چين څخه د راغلو نوموړو كمپنيو ګډون د دې خبرې عكاسي كوي چې مېګا لېدر شو نړيوال تجارت او سرمايه كارۍ لپاره يو مهم مركز جوړيږي۔ له پرانستې څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې رانا احسان افضل خان ووئيل لېدر سېکټر د پاکستان په برآمدات كښې مهم كردار ترسره كوي او حكومت د دې څانګې استعداد زياتولو له د پالېسۍ په كچه بشپړ اقدامات كوي۔ ده ووئيل دا ډول نړيوال نندارتونونه نه يوازې دا چې پاكستاني مصنوعات نړيوالو منډيانو ته رسولو كښې مرسته كوي بلكې د بهرنۍ سرمايه كارۍ موقعې هم رامخې ته كوي۔ خاص مرستيال ووئيل د پاكستاني حكومت وړومبۍ ترجيح تجارت ته وده وركول ٬ برآمدات زياتول او صنعتونو ته آسانۍ وركول دي۔ د مېګا لېدر شو په څير ايونټس كښې د اعلی كچې كمپنيو ګډون د دې عزم عكاسي كوي چې حكومت به كاروباري ورورولۍ سره په ګډه تلپاتې معاشي پرمختګ او برآمدات ته ودې وركولو له عملي ګامونه پورته كول روان ساتي

مزید خبریں