صدر مملكت آصف علي زرداري نن څخه د متحده عرب امارات 4 ورځنۍ دوره كوي: خارجه دفتر

اسلام آباد۔26جنوری(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداري د نن خالي ورځ د جنورۍ 26 مې نېټې څخه تر 29 مې نېټې 2026 د متحده عرب امارات سركاري دوره كوي٬ د دورې په مهال به صدر مملكت سره د اعلی كچې يو پلاوې هم وي۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د يو اے اي دورې په مهال به صدر مملكت …

اسلام آباد۔26جنوری(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداري د نن خالي ورځ د جنورۍ 26 مې نېټې څخه تر 29 مې نېټې 2026 د متحده عرب امارات سركاري دوره كوي٬ د دورې په مهال به صدر مملكت سره د اعلی كچې يو پلاوې هم وي۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د يو اے اي دورې په مهال به صدر مملكت د متحدہ عرب امارات مشرتابه سره د اعلی كچې ملاقاتونه كوي په كومو كښې به چې په دوه اړخيزه اړيكو او په خاص توګه په تجارت او اقتصادي همكارۍ ٬ دفاع او سلامتيا او د اولسي رابطو په څانګو كښې په مرسته خبرې كېږي۔ دې سره سره په سيمه ايزو او نړيوالو چارو به هم د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ د صدر مملكت آصف علي زرداري دا دوره د متحده عرب امارات د صدر د پاكستان وروستۍ دورې نه پس كيږي كومه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ ژورو اړيكو عكاسي كوي او د دې عزم پخلے كوي چې د پاكستان او متحده عرب امارات مضبوطه ملګرتيا به په دوه اړخيزه ګټوره همكارۍ بدلولې شي۔

مزید خبریں