د نائب وزير اعظم سينيټر اسحاق ډار او د ميانمار خارجه وزير تھان سوئے ترمينځه د پلاويو په كچه خبرې ٬ د دوه اړخيزه اړيكو جاج واغستلے شو

اسلام آباد۔26 جنوری(اے پی پی)د نائب وزیراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار او د ميانمار د خارجه وزير تھان سوئے ترمينځه د ګل په ورځ په اسلام آباد كښی د پلاويو په كچه خبرې وشوې په كومو كښې چې د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج واغستلے شو۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو ټولو اړخونو بشپړ جاج …

اسلام آباد۔26 جنوری(اے پی پی)د نائب وزیراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار او د ميانمار د خارجه وزير تھان سوئے ترمينځه د ګل په ورځ په اسلام آباد كښی د پلاويو په كچه خبرې وشوې په كومو كښې چې د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج واغستلے شو۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو ټولو اړخونو بشپړ جاج واغست او د مذهبي سېلګرۍ ٬ اولسي رابطو او كلتوري تبادلو په شمول يۍ په بېلو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو عزم پخلے وكړو دغسې چې شريكه سوكالي لا وده وموموي۔ دواړو لارښودو سيمه ايز او نړيوال امن او د سلامتيا په اړوندو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او د شريكې خوښې په چارو يۍ د نزدې تړون په ساتلو اتفاق وكړو۔

مزید خبریں