د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي قومي کرکټ ډلي لوبغاړو سره ملاقات ، ټي ټوئنټي ورلډ کپ په اړه ئې لوبغاړي اعتماد كښې واخستل

لاهور 25 جنوري (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمېن محسن نقويد لاهور په قذافي سټيډيم كښې د قومي کرکټ ډلي لوبغاړو سره ملاقات کړې۔ ملاقات په مهال د پي سي بي چيئرمېن د آئي سي سي ټي ټوئنټي ورلډ کپ په اړه د پاکستان کرکټ بورډ په موقف لوبغاړي اعتماد كښې واخستل۔ لوبغاړو د محسن نقوي اصولي موقف ستائلو سره د هغه د بشپړه حمايت څرګندونه وكړه۔په دې …

لاهور 25 جنوري (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمېن محسن نقويد لاهور په قذافي سټيډيم كښې د قومي کرکټ ډلي لوبغاړو سره ملاقات کړې۔ ملاقات په مهال د پي سي بي چيئرمېن د آئي سي سي ټي ټوئنټي ورلډ کپ په اړه د پاکستان کرکټ بورډ په موقف لوبغاړي اعتماد كښې واخستل۔ لوبغاړو د محسن نقوي اصولي موقف ستائلو سره د هغه د بشپړه حمايت څرګندونه وكړه۔په دې موقع محسن نقوي پاك آسټريليا ټي ټوئنټي سيريز په اړه قومي ډلي لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل هند كښې شيډول ټي ټونټي ورلډکپ نه كولو په اړه د بنګله دېش کرکټ بورډ موقف په اصولو اډانه دے او پاکستان کرکټ بورډ د آئي سي سي دوه ځائيز معيار مسترد کوي۔ محسن نقوي ووئيل پي سي بي د کرکټ ښه اصول ترنظر ساتلو سره د بنګله دېش حمايت کړې دے او د پاکستان حکومت چې كومه هم پريكړه وكړي په هغې به عمل كولې شي۔د پي سي بي چيئرمېن ووئيل سياست ځپلي کرکټ د چا په ګټه نه وي بايد ټول د كركټ د اصولو له مخې مخ په وړاندې لاړ شي۔ده ووئيل زمونږ لوبغاړي صلاحيت لري او په هر لحاظ سره مقابله کولې شي،دغسې كومه هم كاميابي ميدان كښې ټيم ورك سره ترلاسه كيږي۔ محسن نقوي وئويل د كركټ شائقينو په پاك آسټريليا سيريز نظر ساتي او د قومي ډلي څخه د ښه کارکردګۍ توقع لري۔په دې موقع لوبغاړو سره خبرو كښې ده ووئيل مونږ ته معلومه ده چې مونږ ټول د پي سي بي د اصولي موقف سره ولاړ يو۔ ملاقات كښې کپتان سلمان آغا، هيډ کوچ مائيك هيسن، ټيم منيجر نويد اکرم چيمه، عاقب جاويد، چيف آپريټنګ آفيسر پي سي بي، ډائريکټر ميډيا، ډائريکټر کمرشل او نور اعلي چارواكي هم موجود وو۔

مزید خبریں