حكومت د وادي تيراه څخه د وګړو د انخلاء په اړه د دروغو پروپيګنډے په سختۍ سره نوټس اخستے، خېبر پښتونخوا حكومت دې د احتجاج سياست په ځائې اولسي مسئلو ته پام لرنه وكړي،اولس د احتجاج كالونه اوريدلو سره ستړي شوي،اوس اولس آسانۍ غواړي۔عطاء الله تارړ

كوټ مومن 25 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي چې حكومت د وادي تيراه څخه د وګړو د انخلاء په ړه د دروغو او بے بنسټه ډنډوے سختۍ سره نوټس اخستے،د سيمي خالي كولو په اړه د حقائق په ضد خبرونه چلولې شوي، د خېبر پښتونخوا حكومت د اړخه څلور اربه روپۍ فنډز په رضاكارانه ډول كډه كونكو لپاره بېل كړې په …

كوټ مومن 25 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي چې حكومت د وادي تيراه څخه د وګړو د انخلاء په ړه د دروغو او بے بنسټه ډنډوے سختۍ سره نوټس اخستے،د سيمي خالي كولو په اړه د حقائق په ضد خبرونه چلولې شوي، د خېبر پښتونخوا حكومت د اړخه څلور اربه روپۍ فنډز په رضاكارانه ډول كډه كونكو لپاره بېل كړې په دې اړه د خېبر پښتونخوا حكومت ريليف و بحالۍ ډيپارټمنټ باقاعده نوټيفيكيشن شته، وادي تيراه څخه ګډه كول د پاك پوځ سره تړل بے بنسټه او غلط دې۔ د اتوار په ورځ د سينئر خبريال عون شيرازي كوروداني په مړينه لاس نيوې نه پس ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير د عون شيرازي كوروداني په مړينه د غم دړد څرګندوني سره ووئيل زه غمرازۍ لپاره راغلې يم،په دې سخت وخت كښې د غمجني كورنۍ په غم كښې شريك يو۔ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دےاروښادي له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ عطاء الله تارړ وئويل سيد عون شيرازي او د هغه كورنۍ د صحافت سره ژور تعلق لري او هغه چې څه ډول ذمه وارۍ سره د صحافت په څانګه كښې خذمات ترسره كوي هغه د ستائنې وړ دي۔ وادي تيراه څخه كډه كولو په اړه وفاقي وزير اطلاعات ووئيل حكومت د وادي تيراه څخه د وګړو د انخلاء په ړه د دروغو او بے بنسټه ډنډوے سختۍ سره نوټس اخستے،د سيمي خالي كولو په اړه د حقائق په ضد خبرونه چلولې شوي۔ وادي تيراه څخه ګډه كول د پاك پوځ سره تړل بے بنسټه او غلط دې۔ وفاقي وزير وئويل د خېبر پښتونخوا حكومت ريليف و بحالۍ ډيپارټمنټ باقاعده نوټيفيكيشن شته چې پكښې صوبائي حكومت د اړخه څلور اربه روپۍ فنډز په رضاكارانه ډول كډه كونكو لپاره بېلي شوي چې مقصد ئې دج موسم شدت او نور عوامل ترمخه وګړو له آسانۍ وركول دي۔ده ووئيل د خېبر ډپټي كمشنر هم په دې اړه وضاحت جاري كړې چې كومه جرګه شوې او كوم وګړي د موسم د شدت ترمخه په رضاكارانه توګه تلل غواړي هغوي لپاره دغه روپۍ اېښودلې شوي۔ده ووئيل انټيلي جنس بيسډ آپريشنز يو واضح او منظم طريقه كار وي چې پكښې وګړي هيڅ ډول ستونزو سره نه مخ كيږي۔د دې برعكس دا وئيلي چې پوځ ټوله سيمه خالي كوي، غلط او بے بنسټه خبره ده۔ وفاقي وزير ووئيل د اطلاعات وزارت په دې اړه باقاعده پريس ريليز او په سوشل ميډيا بيان جاري كولو سره د صورتحال وضاحت كړې او حكومت د دې په سختۍ سره نوټس اخستے۔ وفاقي وزير د خېبر پښتونخوا حكومت له مشوره وركړه چې د احتجاج سياست كولو په ځائې اولسي مسئلو ته پام لرنه وكړي،د احتجاج كالونه اوريدلو سره وګړي ستړي شوي اوس وګړي يسانۍ غواړي،د امن و امان او ښه معيار ژوند غواړي۔ده ووئيل صوبائي حكومت سېف سټيز منصوبو، سي ټي ډي فورس، فارنزيك ليبز جوړولو ، ترهه ګرۍ ختمولو او صحت و سماجي څانګي ښه والي وسائل كاروي۔ده ووئيل د خېبر پښتونخوا غيور اولس د دې خبري حق لري چې هغوي هم هغه معياري آسانۍ ترلاسه كړي كومي چې نورو صوبو كښې اولس ته ترلاسه دي۔ وفاقي وزير ووئيل راروانو ټاكنو كښې به پريكړه د احتجاج بنياد نه بلكه د اولسي خذمت په بنياد كيږي۔

مزید خبریں