اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقی وزیر ډاكټر طارق فضل چوهدری وئيلي پاکستان د كوټلي ، مدبر او ښه سفارتکارۍ د لارې واشنګټن كښې خپل ځان د باور وړ او ضروري شراکت دار په توګه منلې دے۔د اتوار په ورځ په خپل يو پوسټ كښې وفاقی وزیر ووئيل نړيوالې جريدے دی ډپلومیټ له مخې پاکستان سيمه ايز تاؤ ترېښوالې د يو لويه نړيوالي سفارتی موقع …
پاکستان د كوټلي ، مدبر او ښه سفارتکارۍ د لارې واشنګټن كښې خپل ځان د باور وړ او ضروري شراکت دار په توګه منلې دے۔ډاكټر طارق فضل چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقی وزیر ډاكټر طارق فضل چوهدری وئيلي پاکستان د كوټلي ، مدبر او ښه سفارتکارۍ د لارې واشنګټن كښې خپل ځان د باور وړ او ضروري شراکت دار په توګه منلې دے۔د اتوار په ورځ په خپل يو پوسټ كښې وفاقی وزیر ووئيل نړيوالې جريدے دی ډپلومیټ له مخې پاکستان سيمه ايز تاؤ ترېښوالې د يو لويه نړيوالي سفارتی موقع كښې بدل كړې او امريكا سره ئې اړيكو له يو نوے اړخ وركړې۔د څلور ورځني پاك هند جنګ نه پس صدر ټرمپ د پاکستان سرلښكر وائټ هاؤس ته بللې، وزیراعظم محمد شهباز شریف د اعلیٰ پائې دوره كړي،د ترهه ګرۍ مخنيوي مرستي بحالي ، ټیرف كښې كمې ، امریکې سرمایه كاري، تیلو پانګو پرمختك ، اېف۔16 اپ ګريډ پیکج او اسټریټجکي اقتصادی رابطېدا ټول د پاكستان د کامیاب خارجه پالیسۍ ښكاره ثبوت دې۔ده ووئيل بل خوا هند ثالثی مسترد کولو نه پس سفارتی يواځي والي،لوئ امریکائي ټیرف او تجارتی زيانونو ښكار شوے دغسې پاکستان په نړيوال سياست كښې خپل اسټریټجکي اهميت نور هم زيات كړې۔وفاقی وزیر ډاكټر طارق فضل چوهدری ووئيل د پاکستان ښه سفارت کاري سيمه ايز چیلنجونه نړيوالي کامیابۍ كښې د بدلولول روښانه مثال دے۔










