د ملتان تاريخي ورثے په بحالۍ كښې د اټاليا کردار د ستائنې وړ دے۔سيد يوسف رضا ګيلاني

ملتان 25 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني پاکستان كښې تعنيات د اټلي سفيري مريلينا آرميلن په اعزاز كښې ميلمستيا كړي۔ د ميلمستيا څخه وړاندې د سېنېټ چيئرمېن او اټلي پلاوي ترمينځه ملاقات شوې،چې پكښې د پاکستان او اټلي ترمينځه د ملګرتيا اړيكو، معاشي مرستي، سماجي رابطو او تاريخي ورثے په تحفظ خبري اتري شوي۔ملاقات كښې د اټلي سفيري مريلينا آرميلن نه علاوه ډومينيکو پولوني …

ملتان 25 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني پاکستان كښې تعنيات د اټلي سفيري مريلينا آرميلن په اعزاز كښې ميلمستيا كړي۔ د ميلمستيا څخه وړاندې د سېنېټ چيئرمېن او اټلي پلاوي ترمينځه ملاقات شوې،چې پكښې د پاکستان او اټلي ترمينځه د ملګرتيا اړيكو، معاشي مرستي، سماجي رابطو او تاريخي ورثے په تحفظ خبري اتري شوي۔ملاقات كښې د اټلي سفيري مريلينا آرميلن نه علاوه ډومينيکو پولوني او آګسټو پالميري هم موجود وو۔په دې موقع سيد يوسف رضا ګيلاني د ملتان تاريخي حيثيت بحالۍ لپاره د اټلي د اړخه مرسته وستائله ۔ ده ووئيل د اټلي په مرسته د ملتان بېلي تاريخي دروازو بحالي ممکن شوې،كوم ښار چې د پخوانې تهذيب او ثقافتي شناخت مهمه برخه ده۔ده ووئيل ملتان او روم تاريخي رابطي د دواړو هېوادونو اړيكي لا قوي كوي۔د اټلي سفيري مريلينا آرميلن په خپلو خبرو كشې ووئيل اټلي پاکستان څخه افرادي قوت ترلاسه كولو خوښي لري،كوم لپاره چې راروان پړاؤ كښې تقريباً 10 زره ويزے جاري کولې شي۔دې ووئيل ملتان كښې به ډير زر يو ويزا سينټر جوړ ګړې شي،چرته به چې ورکرز له د اين او سي اجرا او نور ضروري د مزل او انتظامي سهوليات وركولې شي،چې ورسره به د جنوبي پنجاب وګړو ته نيغ په نيغه ګټه وشي۔ميلمستيا كښې د قومي اسمبلۍ غړې سيد عبدالقادر ګيلاني ،د صوبائي اسمبلۍ غړې سيد علي حيدر ګيلاني ، مخدوم سيد ابو الحسن ګيلاني سجاده نشين دربار حضرت موسيٰ پاك شهيد، صدر ملتان چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري بختاور تنوير، پخوانې اېم پي اے احمد مجتبيٰ ګيلاني، صنعت کار چوهدري ذوالفقار انجم، ، خواجه انيس پشمول نور مهم شخصيات موجود وو۔

مزید خبریں