د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د سيد حسن مرتضيٰ د پلار په مړينه غمرازي ښكاره كړه

اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پاکستان پيپلز ګوند سينئر لارښود او پخواني غړي سيد حسن مرتضيٰ د پلار په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د اتوار په ورځ د سېنېټ سيکرټريټ د اړخه جاري شوې تعزيتي پيغام كښې د سېنېټ چيئرمېن د ارواښاد لوړ درجو لپاره دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو …

اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پاکستان پيپلز ګوند سينئر لارښود او پخواني غړي سيد حسن مرتضيٰ د پلار په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د اتوار په ورځ د سېنېټ سيکرټريټ د اړخه جاري شوې تعزيتي پيغام كښې د سېنېټ چيئرمېن د ارواښاد لوړ درجو لپاره دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ده ووئيل مور او پلار د لوے څښتن لوئ نعمت وي،د هغوي سايه او د هغوي شفقت انسان لپاره ناياب وي۔د مور پلار جدا كيدل د ژوند لوئ غم وي۔سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل په دې سخت وخت كښې د غمجني كورنۍ په غم كښې شريك يو۔

مزید خبریں