آئي سي سي ټي ټوئنټي ورلډ کپ كښې د ګډون په اړه حتمي پريكړه به حکومتِ پاکستان کوي۔محسن نقوي

لاهور 24 جنوري (اے پي پي) پاکستان کرکټ بورډ چيئرمېن محسن نقوي وئيلي چې آئي سي سي ټي ټوئنټي ورلډ کپ كښې د ګډون په اړه حتمي پريكړه به حکومتِ پاکستان کوي، پي سي بي د آئي سي سي څخه زيات د حکومت پاکستان د پريكړو پابند دے۔لاهور كښې ميډيا سره خبرو كښې محسن نقوي ووئيل ورلډ کپ كښې ګډون په اړه حتمي پريكړي لپاره د وزيراعظم پاکستان ته د …

لاهور 24 جنوري (اے پي پي) پاکستان کرکټ بورډ چيئرمېن محسن نقوي وئيلي چې آئي سي سي ټي ټوئنټي ورلډ کپ كښې د ګډون په اړه حتمي پريكړه به حکومتِ پاکستان کوي، پي سي بي د آئي سي سي څخه زيات د حکومت پاکستان د پريكړو پابند دے۔لاهور كښې ميډيا سره خبرو كښې محسن نقوي ووئيل ورلډ کپ كښې ګډون په اړه حتمي پريكړي لپاره د وزيراعظم پاکستان ته د راستنيدو په انتظار يو۔ده ووئيل حکومت د اړخه پريكړه راتللو سره پلان اے، بي او سي تيار دي۔د پي سي بي چيئرمېن د بنګله دېش په معامله خبره كولو سره ووئيل بنګله دېش سره زياتې روان دے،بايد هغوي په ټي ټوئنټي ورلډ کپ كښې شامل كړې شوي وې۔ده ووئيل بنګله دېش آئي سي سي كښې برابر حيثيت لري،كه پاکستان په معامله كښې هند له سهولت وركړې كيدے شي نو دغه حق بنګله دېش له هم وركرې شي۔ده ووئيل دا دوه ځائيز معيار دے ،كوم هم هېواد له د نورو د ډکټيټ کولو اجازه نه شي وركړې كيدے۔كه داسې وشوه نو پاکستان به هم دغه واضح موقف لري او پاکستان به په خپل موقف ولاړ وي۔محسن نقوي په ډاګه كړه چې د آئي سي سي ورلډ کپ په اړه به د پي سي بي موقف هغه وي كوم چې د حکومت پاکستان وي، كه حکومت پاکستان هند ته د نه تللو پريكړه كوي نو پي سي بي به د هغه پريكړي پابندي كوي۔ده ووئيل دا مهال په دې معامله نور تفصيل كښې نه شو تللې دغسې كه حاجت پېښ شو ڼول حقائق به قوم ته وړاندې كولې شي۔د خبريالانو د پوښتنو په اړه خپلو خبرو كښې محسن نقوي اعلان وكړو چې د اطلاعات وفاقي وزير سره په ګډه يوه منصوبه جوړه شوي،چې له مخې به ئې د ټول هېواد خبريالانو له په اسلام آباد كښې پلاټونه وركولې شي۔ده ووئيل په دې منصوبے د اطلاعاتو وزير او سي ډي اے په ګډه كار كوي،د اطلاعاتو وزير په دې منصوبے كښې خوښي لري۔کرکټرز سره ښكاره فراډ په اړه د پوښتني په ځواب محسن نقوي ووئيل په دې معامله تر اوسه ما سره چا رابطه نه ده كړي،خو كله چې کرکټرز رابطه وكړي نو معامله به ضرور كتلے شي۔

مزید خبریں