اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په چترال كښې د زياتي واوري له امله د واوري كمر راپريوتو په نتيجه كښې د يوې كورنۍ د 9 كسانو په مړينه د افسوس څرګندونه كړي۔د سېنېټ سيکرټريټ د اړخه د خالي په ورځ د غمرازۍ په خپل بيان كښې د سېنېټ چيئرمېن په دې پېښه غمرازي كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې …
د سېنېټ چيئرمېن چترال كښې د واوري كمر راپريوتو په پېښه د افسوس څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په چترال كښې د زياتي واوري له امله د واوري كمر راپريوتو په نتيجه كښې د يوې كورنۍ د 9 كسانو په مړينه د افسوس څرګندونه كړي۔د سېنېټ سيکرټريټ د اړخه د خالي په ورځ د غمرازۍ په خپل بيان كښې د سېنېټ چيئرمېن په دې پېښه غمرازي كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې د غمجني كورنۍ په غم كښې شريك يو۔ده ووئيل دا يوه د افسوس او تکليف وړ پېښه ده په دې پېښه ټول قوم دړديدلې دے۔سيد يوسف رضا ګيلاني په سخت وخت كښې د اولس سره د يووالي او هر ممکن مرستي د عزم پخلې كولو سره چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې ځپليو سيمو امدادي کارروائي تندي كړي او د خير نه غير ځان ورسوي۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل په دې سخت وخت كښې به اولس يواځې نه شي پرېښودلې۔د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔










