اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) صدرِ مملكت آصف علي زرداري سره د صوماليه د كورنيو چارو وزير علي يوسف په ايوان صدر كښې ملاقات كړې چې پكښې پاكستان د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو د عزم پخلے كړے۔په دې موقع د پاكستان او صوماليه ترمينځه سفارتي پاسپورټ لرونكو لپاره د ويزے شرط ختمولو په معاهده هم لاس ليك شوے۔د ايوان صدر ميډيا ونګ د اړخه د خالي …
صدر مملكت آصف علي زرداري سره د صوماليه د كورنيو چارو وزير ملاقات، سفارتي پاسپورټ لرونكو لپاره د ويزے ختمولو په معاهده لاس ليك

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) صدرِ مملكت آصف علي زرداري سره د صوماليه د كورنيو چارو وزير علي يوسف په ايوان صدر كښې ملاقات كړې چې پكښې پاكستان د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو د عزم پخلے كړے۔په دې موقع د پاكستان او صوماليه ترمينځه سفارتي پاسپورټ لرونكو لپاره د ويزے شرط ختمولو په معاهده هم لاس ليك شوے۔د ايوان صدر ميډيا ونګ د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې بيان له مخې په معاهده د صوماليه خارجه وزارت او نړيوالي مرستي مستقل سيكرټري حمزه عدن حادو او د كورنيو چارو وفاقي وزارتِ سپيشل سيكرټري داود محمد بړيچ لاس ليك كړے۔په دې موقع صدرِ مملكت آصف علي زرداري ووئيل افريقه نړيوال جغرافيائي سياست كښې مهمه سيمه ده او پاكستان د صوماليه پشمول د ټول افريقائي هېوادونو سره اړيكې لا قوي كول غواړي۔ صدرِ مملكت ووئيل پاكستان صوماليه سره خپلي اړيكي مهمي ګڼي او د شريكو ګټو په څانګو كښې نزدې مرستي خوښي لري۔ صدر مملكت آصف علي زرداري خبر كړې شو چې د صوماليه د كورنيو چارو وزير دا دوره تيرو 35 كلونو كښې د صوماليه د اړخه د پاكستان وړومبۍ باضابطه دوه اړخيزه سركاري دوره ده۔ صدرِ مملكت په دې خبره زور راوړو چې پاكستان نړيوالو جرمونو او نشه ائ توكو قاچاق په ضد سيمه ايزو او نړيوالو هڅو له لوظي دے۔ ملاقات كښې د جغرافيائي سياسي صورتحال او دوه اړخيزه مرستي په موقعو هم خبري اتري وشوي۔د صوماليه د كورنيو چارو وزير د حكومتِ پاكستان او په خاص توګه د كورنيو چارو وزارت د اړخه په ميلمستيا مننه وكړه۔ده ووئيل زه د پاكستان د كورنيو چارو وزير په بلنه پاكستان ته راغلے يم۔ ده د صدرِ مملكت آصف علي زرداري او پاكستاني اولس هم مننه وكړه۔په دې موقع د صوماليه د كورنيو چارو وزير علي يوسف د صوماليه صدرِ د اړخه صدر مملكت آصف علي زرداري په نامه يو خط هم وركړو كوم كښې چې د نيكو هيلو او خيرسګالۍ جذباتو څرګندونه شوې وه او دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو خواهش پخلے شوې ؤ۔د صوماليه وزير پاكستان د صوماليه لپاره د باور وړ يو شراكت دار او ورور هېواد وګرځولو او د 1990 په لسيزه كښې په صوماليه كښې د ملګرو ملتونو امن مشنز په مهال د پاكستاني امن عسكرو قربانيو ته ئې پيرزوئنې وړاندې كړي۔ ملاقات په مهال دواړه ډلو قانون نافذ كونكو ادارو او كرمنل جسټس په څانګه كښې په مرسته زياتولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د خبرو اترو په مهال دوه اړخيزه حوالګۍ په معاهدے هم د خبرو اترو د امكانات او هر هېواد كښې د حوالګۍ قانوني فريم ورك جائزه شامل ده۔فوجداري په چارو كښې په شريك قانوني معاونت او سزا يافته افراد كسانو د منتقل كولو خبرو اترو پېل كولو د امكانات هم جاج واخستلے شو۔دواړو ډلو د نشه ائ توكو په ضد اقدامات كښې په مرسته،نشه ائ توكو قاچاق او منظم جرمونو په ضد په شريكه تګلاره، معلومات او انټيلي جنس تبادلے او د كار استعداد زياتولو او اهلكارو په تربيه هم اتفاقِ وشو۔ صدرِ مملكت خبر كړې شو چې پاكستان نېشنل ډيټا بيس اينډ رجسټريشن اتھارټي (نادرا) د لارې جديد شناختي نظام، سول رجسټريشن، محفوظ دستاويزي نظام او صوماليه پوليس تربيې په څانګو كښې د مرستي وړانديز كړې۔ ملاقات كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن رضا نقوي او وزيرِ مملكت طلال چوهدري هم موجود وو۔د صوماليه په پلاوي كښې پاكستان كښې د صوماليه سفير شيخ نور محمد حسن او ډپټي پوليس چيف عثمان عبداللهي هم شامل وو۔










