اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د صوماليه خپل هم څنګ علي يوسف په مشرۍ كښې د اعلٰی كچ پلاوي ملاقات كړې۔په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې مرستې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د جاري شوي خبر ترمخه دواړو وزيرانو د په بارډر منيجمنټ٬ډيزاسټر منيجمنټ پشمول د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په ضد شريكې تګلارې او همكارۍ …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د صوماليه خپل هم څنګ په مشرۍ كښې د اعلٰی كچ پلاوي ملاقات٬په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې مرستې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د صوماليه خپل هم څنګ علي يوسف په مشرۍ كښې د اعلٰی كچ پلاوي ملاقات كړې۔په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې مرستې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د جاري شوي خبر ترمخه دواړو وزيرانو د په بارډر منيجمنټ٬ډيزاسټر منيجمنټ پشمول د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په ضد شريكې تګلارې او همكارۍ ته سلا شول۔دغسې دوي د كورني امنيت شريكې مرستې ٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي او امنيتي مشاورت ته هم اتفاق وكړو۔د صوماليه د كورنيو چارو وزير د پاكستان خپل هم څنګ محسن نقوي ته د صوماليه دورې بلنه هم وركړه او وفاقي وزير د صوماليه خپل هم څنګ ته د پاكستان د اړخه په پوليسنګ٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي له د مرستې باور وركړو دغسې پاكستان به په بيلو څانګو كښې د ترهه ګرۍ مخ نيوي پشمول بشپړه مرسته كوي۔وفاقي وزير د صوماليه وګړو لپاره د علاج او د تعليم په اړه د ويزې آسانيو او د سفر په اړه د مرستې ووئيل۔په دې مهال د صوماليه په پاكستان كښې سفير شيخ نور محمد حسن حمزه عدن٬ د بهرنيو چارو سېكرټري عثمان عبدالله٬ډپټي پوليس چيف او نورو چارواكو پشمول د پاكستان اعلٰی چارواكي آئي جي اسلام آباد٬ډي جي ايف آئي اے پشمول نور موجود وو۔










