ډيووس۔ 23 جنوري (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي دي امرېكې د ايران په فعاليتونو ژور نظر ساتلے دے او دې مقصد ږپاره يو لويې پوځي قوت په هغه لور روان كړے شوے دے ۔ د تاس تر مخه ايئر فورس ون كښې خبريالانو ته د سوئټزر لېنډ ښار ډيووس نه هېواد ته د ستنېدو په مهال د امرېكې صدر ووئېل امرېكې د اختياطي تدابير په توګه …
د امرېكې لخوا د ايران په لور د زياتو عسكرو لېږلو ذكر

مزید خبریں
ډيووس۔ 23 جنوري (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي دي امرېكې د ايران په فعاليتونو ژور نظر ساتلے دے او دې مقصد ږپاره يو لويې پوځي قوت په هغه لور روان كړے شوے دے ۔ د تاس تر مخه ايئر فورس ون كښې خبريالانو ته د سوئټزر لېنډ ښار ډيووس نه هېواد ته د ستنېدو په مهال د امرېكې صدر ووئېل امرېكې د اختياطي تدابير په توګه ګڼۍ بحري جهازونه روان كړې دي ۔ هغه ووئېل مونږ دغې لوري ته په زياته شمېره جهازونه لېږلې دي خو يوازې د اختياط په توګه۔ يوه لويه بېړۍ په هغه لور روانه ده او ګورو چې وړاندې څه كېږي ۔ د ايران پلو عسكر زياتېږي ۔صدر ټرمپ ووئېل مونږ څه ډول هم تاو تريخوالے نه غواړو ٬ مونږ په صورتحال پرله پسې نظر ساتلے دے ۔هغه ووئېل زه نه غواړم چې خه هم اوشي خو مونږ هغوي ته د ډېر نزدې نه ګورو۔










