ځوانانو ته په تعليم او هنر كښې تر جديد ټيکنالوجۍ رسنې لپاره كوټلې اقدامات كوٶ۔ رانا مشهود احمد خان

لاهور 23 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي مېرټ ته وده وركول وړومبۍ پام لرنه ده٬ د تعليم نه غېر يوه ټولنه پرمختګ نشي كولې۔ د دې خيالاتو ده د جمعې په ورځ په لاهور كالج يونيوسټي آف وېمنز كښې د ليپ ټاپ وېشلو په اړه دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر عظمي قرېشي، …

لاهور 23 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي مېرټ ته وده وركول وړومبۍ پام لرنه ده٬ د تعليم نه غېر يوه ټولنه پرمختګ نشي كولې۔ د دې خيالاتو ده د جمعې په ورځ په لاهور كالج يونيوسټي آف وېمنز كښې د ليپ ټاپ وېشلو په اړه دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر عظمي قرېشي، د فيکلټۍ غړي، ډين، ډائريکټرز، او زده كوٶنكي په لويه شمېره موجود وو۔ رانا مشهود احمد خان ووئيل د وزيراعظم يوتھ پروګرام له مخې حکومت ځوانانو ته په تعليم او هنر كښې تر جديد ټيکنالوجۍ رسنې لپاره كوټلې اقدامات كوي۔ ده ووئيل د پاکستان سباٶن په پوهنتونونو كښې دے٬ مونږ له په تعليمې ادارو كښې ریسرچ بیسډ تعلیم ته ودې وركولو ته اړتيا ده، په نړۍ كښې د تعليم نظام او د تحقيق انداز بدلېږي٬ مونږ له به هم جدت پلو تلل وي ۔ ده ووئيل د دې پروګرام له مخې په 26-2025 كښې ګرد هېواد كښې نور يو لك لېپ ټاپس زده كوٶنكو ته وركولو لپاره اعلان شوے چې مقصد يې ځوانانو ته تعلیمي او ډیجیټل صلاحیتونو لپاره الات وركول دي ٬ د دې سكيم له مخې د لكهونو لېپ ټاپس د وراندې نه زده كوٶنكو له وركړې شوي٬ دا پروګرام په مېرټ اډانه دے۔ ده ووئيل د وزيراعظم يوتھ پروګرام له مخې حکومت ځوانانو ته په تعليم او هنر كښې تر جديد ټيکنالوجۍ رسنې لپاره كوټلې اقدامات كوي۔

مزید خبریں