اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د پاکستان پشمول اته اسلامي هېوادونو ته دا موقع ترلاسه شوې ده چې ھغوي د غزه امن بورډ برخې جوړېدو سره د فلسطين اولس حقونو او امن لپاره خپل كردار ولوبوي، پاکستان د اسرائيل په اړه د كال 1967 موقف لري چې هغه يو سفاك او ظالم هېواد دے٬ د نېتن ياهو …
د پاکستان پشمول 8 اسلامي هېوادونو ته د غزہ امن بورډ برخې جوړېدو سره د فلسطين اولس حقونو او امن لپاره د كردار لوبولو موقعې په لاس ورغلې ، وفاقي وزير احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د پاکستان پشمول اته اسلامي هېوادونو ته دا موقع ترلاسه شوې ده چې ھغوي د غزه امن بورډ برخې جوړېدو سره د فلسطين اولس حقونو او امن لپاره خپل كردار ولوبوي، پاکستان د اسرائيل په اړه د كال 1967 موقف لري چې هغه يو سفاك او ظالم هېواد دے٬ د نېتن ياهو لاسونه د بې ګناه او مظلومو فلسطينيانو په وينه رنګ دي٬ واده لپاره اتلس كاله عمر خو زمونږ په نورو اسلامي هېوادونو كښې نافذ دے آيا ھغه هېوادونه هم د اسلام د دائرې نه خارج دي؟ ده دا خبرې د جمعې په ورځ په ايوان كښې د مولانا فضل الرحمان د اعتراض د نكتې په ځواب خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل پاکستان مسلم ليګ ن په 28مئي كال 1998 كښې د امريكائي صدر د ټېلي فون او د ګردې نړۍ د فشار باوجود اتومي چاٶدنې كولو سره د پاکستان د آزادۍ او خپلواكۍ مثال قائم كړے۔ د پاکستان واګي د پاکستان مسلم ليګ ن په لاسو كښې د پاتي كېدو سره هيڅ خطر نشته٬ ده ووئېل څوك هم په خېرنو سترګو پاكستان ته نشي كتلے، معرکه حق د دې ښكاره ثبوت دے٬ دې لپره مونږ ته څوك د بزدلۍ او غلفت پېغور نشي راكولے۔










