اوټاوا۔ 23 جنوري (اے پي پي) كاناډا د امرېكائي صدر بيان مسترد كړو۔ د شنهوا تر مخه د كاناډا وزيراعظم مارك كارني د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ هغه ادعا رد كړه چې كاناډا د خپل وجود لپاره په امرېكا انصار لري۔ ميوبك سټي كښې د خطاب كولو سره وزيراعظم مارك كارني د كاناډا په خود مختارۍ زور راوړو او د صدر ټرمپ اوسني بيان بيان باندې يې غبرګون څرګند كړو۔ …
كاناډا د امرېكائي صدر بيان مسترد كړو

مزید خبریں
اوټاوا۔ 23 جنوري (اے پي پي) كاناډا د امرېكائي صدر بيان مسترد كړو۔ د شنهوا تر مخه د كاناډا وزيراعظم مارك كارني د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ هغه ادعا رد كړه چې كاناډا د خپل وجود لپاره په امرېكا انصار لري۔ ميوبك سټي كښې د خطاب كولو سره وزيراعظم مارك كارني د كاناډا په خود مختارۍ زور راوړو او د صدر ټرمپ اوسني بيان بيان باندې يې غبرګون څرګند كړو۔ دا بيان هغه د سوئټزر لېنډ دورې نه د ستنېدو نه پس وركړو٬ چرته چې د امرېكې صدر سره ملاقات ونه شو۔ د شورو په ورځ د نړيوال اقتصادي فورم په مهال ډيووس كښې خبرو كښې د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي وو كاناډا د امرېكې ېه سبب ژوندۍ ده ٬ په دغې غبرګون كښې د كاناډا وزيراعظم ووئېل د كاناډا او امرېكې تر مينځه معيشت ٬ سلامتيا او د كلتوري تبادلو په مېدان كښې يوه قوي همكاري موجود ده خو د كاناډا پرمختګ او بقا د كوم بل هېواد له امله نه ده ۔ هغه ووئېل كاناډا له دې لپاره ژوندۍ نه ده چې امريكا شته ٬ بلكې كاناډا ځكه پرمختګ كوي چې موڼږ كنېډين يوو ۔ د وزيراعظم دغې بيان ته د هېواد د خود مختارۍ اظهار او د قامي تحفظ په توګه كتلے كېږي۔










