سعودي عرب یمن کښې د 70 بجلي ګھرو چلولو لپاره به 8.12 کروړ ډالر وركوي

ریاض ۔23جنوري (اے پي پي) سعودي عرب به یمن کښې د 70 بجلي ګھرو چلولو لپاره 8.12 کروړ ډالر وركوي ۔د العربیه ترمخه د یمن د توان و بجلۍ ، د یمن آئل کمپنۍ "هترومسيلۃ" او د يمن لپاره د سعودي ترقیاتي و تعمیراتي پروګرام (ایس ډي آر پی وائے ) تر مينځه يو درې اړخيزه لوظ نامې باندې لاس ليك وكړے شو ۔د دې لوظ نامې مقصد د یمن …

ریاض ۔23جنوري (اے پي پي) سعودي عرب به یمن کښې د 70 بجلي ګھرو چلولو لپاره 8.12 کروړ ډالر وركوي ۔د العربیه ترمخه د یمن د توان و بجلۍ ، د یمن آئل کمپنۍ “هترومسيلۃ” او د يمن لپاره د سعودي ترقیاتي و تعمیراتي پروګرام (ایس ډي آر پی وائے ) تر مينځه يو درې اړخيزه لوظ نامې باندې لاس ليك وكړے شو ۔د دې لوظ نامې مقصد د یمن مختلف صوبو كښې د بجلی پیدا کوونكو د 70 نه زياتو پاور اسټیشنو لپاره د پیټرولیم مصنوعات وركولو او مالي مرسته باوري كول دي ۔ د دې لوظ نامې تر مخه به ټول 33.9 کروړ لیټر ډیزل او مازوت وركولې شي ، د كومو ټول مالیت چې 8.12 کروړ امریکائي ډالره دے ۔ دا اقدام د یمن ادارو صلاحیتونو زياتولو ، د برېښنا په څانګه كښې استحکام راوستلو او د قامي تنصیبات مسلسل فعالتيا باوري كولو له به مرستياله وګرځي ، د كومې سره به چې معاشي بحالي او د ترقۍ لاره هواره شي ۔ د بریښنا وركړې ښه كېدو سره به د روغتونونو ، طبي مراکز، اسکولونو، هوائي اډو او د بندرګاهونو کارکردګي زياته شي ، د كومې نيغ په نيغه ګټه به چې عامو وګرو ته ورسي ۔ سعودي عرب د ترقیاتي و تعمیراتي پروګرام تر مخه یمن له د دې نه وړاندې هم ډېره مالي مرسته وركړې شوې چې پكښې 2018 كښې 18 کروړ ډالر، 2021 كښې 42.2 کروړ ډالر او 2022 كښې 20 کروړه ډالر مرسته شامله ده ۔

مزید خبریں