اسلام آباد۔23 جنوری (اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره په پاكستان كښې د فلپائن سفير ډاكټر اېمانوئل آر فرنینډز مهم ملاقات وكړو۔ د جمعې په ورځ په شوي ملاقات كښې فلپائن ته د پاكستانۍ وريژو برآمدات په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزير د فلپائن سفير ته ووئيل د پاكستانۍ وريژو برآمدات لپاره د ترجيحي ماركيټونه په ګوته كولو كښی …
د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د فلپائن سفير ډاكټر ايمانوئل آر فرنيډز ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔23 جنوری (اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره په پاكستان كښې د فلپائن سفير ډاكټر اېمانوئل آر فرنینډز مهم ملاقات وكړو۔ د جمعې په ورځ په شوي ملاقات كښې فلپائن ته د پاكستانۍ وريژو برآمدات په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزير د فلپائن سفير ته ووئيل د پاكستانۍ وريژو برآمدات لپاره د ترجيحي ماركيټونه په ګوته كولو كښی وزيراعظم ذاتي خوښي لري۔ ده فلپائني مشرتابه ته خواست وكړو چې هغه پاكستان څخه د وريژو په اضافي خريدارۍ غور وكړي۔ جام کمال ووئيل پاكستان د زرعي پېداوار په لاره روان دے او برآمد كولو له هېواد د وريژو لويه ذخيره لري۔ وفاقي وزير سفیر ته ووئيل د وزيراعظم په هدايت پاكستان د وريژو اضافي برآمدات لپاره فلپائن د يو بنيادي همكار هېواد په توګه خوښ كړے۔ ده ووئيل د دواړو ترمينځه په وخت همغږۍ سره به دوه اړخيزه ګټور انتظامات عملي كولو له مرسته ترلاسه شي۔ سفير ډاكتر ايمانوئل آر فرنيډز د پاكستان د فعاله لاسرسنۍ ستائنې كولو سره دا دوه اړخيزه تجارت او د سرمايه كارۍ اړيكو لا مضبوطولو پلو يو مثبت ګام وګرځولو۔ ده فلپائن ته زياتې وريژې برآمد كوؤنكو درېو هېوادونو كښې د پاكستان پخوانے پوزيشن تسليمولو سره ووئيل پاكستان نه يوازې د خپل پوزيشن برقرار ساتلو بلكې د خپل ماركيټ شيئرز زياتولو په زړه پورې صلاحيت لري۔ ده ووئيل د پاکستان-فلپائن شريك اقتصادي کمېشن (جے اي سي) راروانه غونډه كومه چې په فرورۍ كښې كېدونكې ده كښې به د وريژو تجارت ته په خپله ايجنډا كښې خصوصي پاملرنه كوي۔ دواړو اړخونو د سفارتي او تجارتي چېنلو د لارې خبرې اترې په كوټلو نتيجو بدلولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔










