بنګله دیش كښې د يخنۍ په موسم کښې هم د ډینګي زور ختم نه شو ، په 24 ساعتو كښې 19 رنځوان بېلو روغتونونو كښې داخل

ډھاکا ۔23جنوري (اے پي پي) بنګله دیش كښې د يخنۍ موسم په مهال هم د ډینګي زور هغسې روان دے او په تېرو 24 ساعتو كښې د ډینګي نور 19 رنځوران مختلف روغتونونو كښې داخل کړے شوي دي ۔ د ډھاکه ټریبیون رپورټ تر مخه د بنګله دیش ادارې د هیلتھ ایمرجنسي آپریشن سینټر او د ډائریکټوریټ جنرل آف هیلتھ سروسز (DGHS) وئېلي دي په نوو داخلو شوو كښې د …

ډھاکا ۔23جنوري (اے پي پي) بنګله دیش كښې د يخنۍ موسم په مهال هم د ډینګي زور هغسې روان دے او په تېرو 24 ساعتو كښې د ډینګي نور 19 رنځوران مختلف روغتونونو كښې داخل کړے شوي دي ۔ د ډھاکه ټریبیون رپورټ تر مخه د بنګله دیش ادارې د هیلتھ ایمرجنسي آپریشن سینټر او د ډائریکټوریټ جنرل آف هیلتھ سروسز (DGHS) وئېلي دي په نوو داخلو شوو كښې د 6 تعلق د باریسال ډویژن (سټي کارپوریشن د سيمو نه بهر)، 6 د چټا ګانګ ډویژن (سټي کارپوریشن د سيمو نه بهر)، 3 ډھاکه نارته سټي کارپوریشن، 3 ډھاکه ساؤتھ سټي کارپوریشن او د يو کھلنا ډویژن (سټي کارپوریشن د سيمو نه بهر) څخه دے ۔ د دې مودې په مهال د ډینګي 34 رنځوران ډسچارج کړے شول چې سږ كال د ډینګي رنځورانو مجموعي شمېره 733 ته ورسېده ۔ سږ كال تر اوسه ټول 893 كسان د ډینګي څخه ځپلې شوي چې پكښې 62.7فیصد سړي او 37.3 فیصد مېرمنې شاملې دي ۔ سږ كال د ډینګي تبې څخه د 2 مرګونو اطلاع تر لاسه شوې ۔ تېر كال بنګله دیش كښې په مجموعي توګه 102,861 كسان د ډینګي نه ځپلې شوي وو چې پكښې 413 مړه شوي دي ۔ بنګله دیش كښې په كال 2024 كښې 101,214 كسان د ډینګې تبې ښكار شوي وو او 575 كسان مړه شوي وو ۔

مزید خبریں