تهران ۔23جنوري (اے پي پي) د ایران پاسداران انقلاب کور مشر جنرل محمد پاکپور امریکې او اسرائیل ته خبردارے وركړے دے چې د اوسنو مظاهرو په سبب نا سمه اندازه مه لګوئ، زمونږ پوځ خپلې ګوتې په ټریګرز اېښودې دي ۔ د العربیه تر مخه دا بیان د امریکې صدر ټرمپ د اړخه د رامخې ته شوو هغه بیانونو نه پس رامخې ته شوے چې پكښې د امریکی صدر وائي …
امریکا او اسرائیل دې نا سمه اندازې نه لګوي زمونږ پوځ چمتو ولاړ دے ، ایران

مزید خبریں
تهران ۔23جنوري (اے پي پي) د ایران پاسداران انقلاب کور مشر جنرل محمد پاکپور امریکې او اسرائیل ته خبردارے وركړے دے چې د اوسنو مظاهرو په سبب نا سمه اندازه مه لګوئ، زمونږ پوځ خپلې ګوتې په ټریګرز اېښودې دي ۔ د العربیه تر مخه دا بیان د امریکې صدر ټرمپ د اړخه د رامخې ته شوو هغه بیانونو نه پس رامخې ته شوے چې پكښې د امریکی صدر وائي چې ما د ایران خلاف د پوځي کارروائۍ آپشن هم په ځائے ساتلے دے ۔ هغه دا بیانات په جون 2025 كښې د دولس ورځو جنګ نه پس بيا بيا وركړي دي۔ اوس ډیواس كښې هم دا بیان رامخې ته شوے ۔ په تېرو ورځو كښې د 28 دسمبر نه ایران كښې د پېل شوو مظاهرو په مهال هم صدر ټرمپ څو وارې د ایران خلاف د پوځي کارروائۍ دړكې وړكړې وې ۔د زيارت په ورځ د پاسداران انقلاب مشر جنرل محمد پاکپور هم د خبرداري بیان كښې وئېلي دي چې اسرائیل او امریکا دې نا سمه اندازې نه لګوي هغه به اوس د دولس ورځني جنګ نه پس د زيات دردناک او افسوسناک صورت حال سره مخ شي۔کمانډر ووئېل پاسداران کور خپلې ګوتې په ټریګرز اېښودې دي او ایران د وړاندې نه زيات موثر ځواب وركولو لپاره چمتو ولاړ دے ۔ مونږ ټول د څپل سپریم لیډر د حکم منتظر يوو ۔ د پاسدارن کمانډر دا بیان د ایران په سرکاري ټي وي د هېواد په قامي ورځ په لړ كښې نشر کړے شو۔










