واشنګټن ۔23جنوري (اے پي پي)د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د کاناډا وزیرِاعظم مارک کارني ته په اوسني جوړ ’بورډ آف پیس‘ كښې د شاملېدو وركړې بلنه بېرته واغستله ۔ د اردو نیوز تر مخه د امریکې صدر پخپل سوشل میډیا پلیټ فارم ټروتھ سوشل وليكل مهرباني وكړې دا چيټۍ د هغې خبرې د نمائندګۍ په توګه قبول کړئ چې په بورډ آف پیس كښې كاناډا ته د ګدون ورګرې بلنه …
د امریکې صدر د کاناډا وزیراعظم ته په ’بورډ آف پیس‘ كښې د شاملېدو بلنه بېرته واغستله

مزید خبریں
واشنګټن ۔23جنوري (اے پي پي)د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د کاناډا وزیرِاعظم مارک کارني ته په اوسني جوړ ’بورډ آف پیس‘ كښې د شاملېدو وركړې بلنه بېرته واغستله ۔ د اردو نیوز تر مخه د امریکې صدر پخپل سوشل میډیا پلیټ فارم ټروتھ سوشل وليكل مهرباني وكړې دا چيټۍ د هغې خبرې د نمائندګۍ په توګه قبول کړئ چې په بورډ آف پیس كښې كاناډا ته د ګدون ورګرې بلنه بېرته اغستلې كېږي ۔ مارک کارني نړيوالو پام هغه وخت ځان ته وګرځولو چې كله هغه د امریکې په قیادت كښې جوړېدونكې نړيوال نظام كښې د چاودي خبره وكړه ۔ د هغه د حکومت دا هم وېناا ده چې هغه د ڼړيوالو شخړو خاتمې لپاره د ټرمپ خود ساخته اداره كښې د شاملېدو لپاره به کوم رقم نه وركوي۔ د كاناډا وزیرِاعظم مارک کارني د زيارت په ورځ د صدر ډونلډ ټرمپ د هغه برونكې ادعا سخت ځواب ورګرو كومه چې هغه په ورلډ اکنامک فورم كښې كړې وه چې کاناډا د امریکې له امله قائم ده۔










