د كونسل آن امريكن اسلامك ريليشنز په غزه كښې د 3 خبريالانو په شمول د 11 فلسيطيني وګړو د شهادت پيښې غندنه

نیویارک۔23جنوری(اے پی پی) د امريكائي مسلمانانو د حقونو ملاتړ كوونكي تنظيم کونسل آن امریکن اسلامک ریلېشنز (سی اے آئی آر) په غزه كښې د اسرائيلي پوځ د لاسه د 3 خبريالانو په شمول د 11 فلسطيني وګړو د شهادت غندنه كړې ده۔ په شهيد كړې شوو درې فلسطيني خبريالانو كښې خبريال اېم صلاح قشطه، عبدالرؤف سمیع شعث او انس غانم شامل دے ٬ كوم چې په الزهرا سيمه كښې هغه …

نیویارک۔23جنوری(اے پی پی) د امريكائي مسلمانانو د حقونو ملاتړ كوونكي تنظيم کونسل آن امریکن اسلامک ریلېشنز (سی اے آئی آر) په غزه كښې د اسرائيلي پوځ د لاسه د 3 خبريالانو په شمول د 11 فلسطيني وګړو د شهادت غندنه كړې ده۔ په شهيد كړې شوو درې فلسطيني خبريالانو كښې خبريال اېم صلاح قشطه، عبدالرؤف سمیع شعث او انس غانم شامل دے ٬ كوم چې په الزهرا سيمه كښې هغه وخت په نخښه كړې شول كله چې هغوي د مصري حكومت د بشري خواخوږۍ منصوبې رپورټنګ كولو۔ د دوئي په ګاډي د مصري كمېټۍ لوګو په ښكاره توګه موجود وه۔ د فلسطینی خبريالانو يونين چيئرمېن ناصر ابوبكر ووئيل چې په غزه كښې د اسرائيلي كارروائيو په نتيجه كښې تر دې دمه 255 څخه زيات خبريالان شهيدان شوي دي۔

مزید خبریں