د واورې وررېدو په مهال دې قامي سترې لارې په هر صورت پرانستې اوساتلې شي۔ د وفاقي وزير عبدالعليم خان اېن ايچ اے ته امر

اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان بره خېبرپښتونخوا او په ګلګت بلتستان كښې د واورې ورېدو د اوسنۍ لړۍ په نتاظر كښې اېن اېچ اے ته د هائي الرټ پاتې كېدو امر جاري كړے دے۔ خپل بيان كښې ده امر وكړو چې په ټولو قامي سترو لارې دې تګ راتګ په هر صورت دوامداره وساتلې شي او د فيلډ سټاف صورتحال مانيټرنګ دې …

اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان بره خېبرپښتونخوا او په ګلګت بلتستان كښې د واورې ورېدو د اوسنۍ لړۍ په نتاظر كښې اېن اېچ اے ته د هائي الرټ پاتې كېدو امر جاري كړے دے۔ خپل بيان كښې ده امر وكړو چې په ټولو قامي سترو لارې دې تګ راتګ په هر صورت دوامداره وساتلې شي او د فيلډ سټاف صورتحال مانيټرنګ دې 24 ساعته باوري كړے شي۔وفاقي وزير واضحه كړه چې د واورې ورېدو په مهال د ټرافېك بحالي ورومبۍ پام لرنه ده، دې لپاره دې عمله د سړكونو څخه واوره لرې كولو لپاره هر وخت چمتو اوسي۔ ده وګړو ته هم اپيل وكړو چې د سړكونو د بندېدو په صورت د هر ډول مسئلې په صورت د اېن اېچ اے هيډ آفس (03005861006)، ګلګت (03005755159) يا بلوچستان (03218113361) په رابطه نمبرو په سمدستي توګه اطلاع وركړې ٬ دغسې چې په وخت كاروائي وكړې شي

مزید خبریں