د پیټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك او د انډونيزيا سفير ترمينځه ملاقات٬معدنيات٬ايكسپلورېشن او د توان په څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو په اړه د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔22جنوری(اے پی پی)پاكستان او انډونيزيا په دې خبره اتفاق كړے چې د معدنيات٬ايكسپلورېشن او توان په څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره رابطه به روانه ساتلې شي او عملي موقعې به لټولې شي كومو څخه چې به د دواړو هېوادونو قوي دوه اړخيزه اړيكو ته لا وده ترلاسه شي۔دا خبره د پېټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك او په پاكستان كښې د انډونزيا سفیرچندرا وارسینتو سوکوتجو ترمينځه خبرو …

اسلام آباد۔22جنوری(اے پی پی)پاكستان او انډونيزيا په دې خبره اتفاق كړے چې د معدنيات٬ايكسپلورېشن او توان په څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره رابطه به روانه ساتلې شي او عملي موقعې به لټولې شي كومو څخه چې به د دواړو هېوادونو قوي دوه اړخيزه اړيكو ته لا وده ترلاسه شي۔دا خبره د پېټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك او په پاكستان كښې د انډونزيا سفیرچندرا وارسینتو سوکوتجو ترمينځه خبرو كښې كړې۔وفاقي وزير علي پرويز ملك پاكستان كښې د انډونيزيا سفير سفیرچندرا وارسینتو سوکوتجو سره ملاقات وكړو چې پكښې په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه ٬په خاص توګه د معدنيات ا لټون(ايكسپلورېشن)څانګې ته خاص پام لرنه وشوه ۔د زيارت په ورځ د پیټروليم ډويژن لخوا جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير د سفير تود هركلے وكړو او پاكستان او انډونېزيا اړيكو په اهميت يې زور راوړو۔ده په اسلامي نړۍ كښې د انډونيزيا مهم كردار رامخې ته كولو سره بيلو څانګو كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا قوي كولو له د پاكستان خواهش پخلے وكړو۔د ملاقات په مهال د انډونزيا سفير د پاكستان معدني څانګه كښې د خوښۍ څرګندونه هم وكړه۔په دې موقع وفاقي وزير علي پرويز ملك د انډونيزيا پلاوي ته د پاكستان منرلز انويسټمنټ فورم(پي ايم آئي ايف)2026 كښې د ګډون رسمي بلنه هم وركړه۔د ملاقات په اختتام دواړو ډلو په دې خبره اتفاق وكړو چې د معدنيات٬لټون او توان په څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره به رابطې جاي ساتلې شي او عملي موقعې به لټولې شي كومو څخه به چې د پاكستان او انډونيزيا مضبوطو دوه اړخيزه اړيكو ته لا تقويت ترلاسه شي۔

مزید خبریں