خېبرپښتونخوا كښې د اوړو سخت بحران او په بيعو كښې اضافه د پي ټي آئي د صوبائي حكومت نااهلي او مجرمانه غفلت دے۔اختيار ولي خان

اسلام آباد۔22جنوری(اے پی پی)د وزيراعظم د خېبرپښتونخوا د اطلاعات كوارډينيټر اختيار ولي خان خېبرپښتونخوا كښې د اوړو سخت بحران او په بيعو كښې زياتوالے د پي ټي آئي د صوبائي حكومت نااهلي او مجرمانه غفلت ګرځولو سره وئېلي دي 20 كلو د اوړو تروړې بيعه 3000 روپو څخه زياتېدل د صوبائي منيجمنټ د ناكامۍ ثبوت دے٬ 18م آئيني بدلون نه پس د غنمو اغستلو او عذائي تحفظ په بشپړه توګه …

اسلام آباد۔22جنوری(اے پی پی)د وزيراعظم د خېبرپښتونخوا د اطلاعات كوارډينيټر اختيار ولي خان خېبرپښتونخوا كښې د اوړو سخت بحران او په بيعو كښې زياتوالے د پي ټي آئي د صوبائي حكومت نااهلي او مجرمانه غفلت ګرځولو سره وئېلي دي 20 كلو د اوړو تروړې بيعه 3000 روپو څخه زياتېدل د صوبائي منيجمنټ د ناكامۍ ثبوت دے٬ 18م آئيني بدلون نه پس د غنمو اغستلو او عذائي تحفظ په بشپړه توګه صوبائي ذمه واري ده خو د پي ټي آئي حكومت خپله ناكامي پټولو لپاره په وفاق او پنجاب تور لګوي۔د زيارت په ورځ په خپل ويډيو پیغام كښې اختيار ولي خان ووئېل د تحريك انصاف دا طريقه ده چې هغوي منصوعي قلت پیدا كولو سره د اولس ژوند سره لوبې كوي۔د وزيراعظم كوآرډينيټر د وزيراعلٰی څخه غوښتنه وكړه چې هغه د نشه اي توكو دهنده بنده كړي او اولس ته ارزانه اوړو وركولو ته پام لرنه وكړي ځكه چې د چيف ايګزيكټو په حېث هغه د دې بحران واحد ذمه وار دے۔

مزید خبریں