اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د وفاقي المدارس العربيه تر سېوري لاندې لاندې په ګرد هېواد كښې كلن امتحانونه د زيارت په ورځ امن او امان سره پائې ته ورسېدل او كومه ناوړه پېښه رامخې ته نشوه۔ په دې لړ كښې وفاق المدارس العربيه پاکستان لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې سږ كال په ګرد هېواد كښې 6 لكه 59 زره 335 زده كوونكو هلكانو او انجونو …
د وفاق المدارس العربيه پاکستان تر سېوري لاندې كلن امتحانونه پائې ته ورسېدل

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د وفاقي المدارس العربيه تر سېوري لاندې لاندې په ګرد هېواد كښې كلن امتحانونه د زيارت په ورځ امن او امان سره پائې ته ورسېدل او كومه ناوړه پېښه رامخې ته نشوه۔ په دې لړ كښې وفاق المدارس العربيه پاکستان لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې سږ كال په ګرد هېواد كښې 6 لكه 59 زره 335 زده كوونكو هلكانو او انجونو په كلن امتحان كښې ګډون وكړو په كومو كښې چې يو لك 16 زره 607 حافظان او حافظانې شاملې وي۔ په يو كال كښې د دومره زياتو حافظانو تياري يو نړيوال ريكارډ دے۔ د جاري خبر پاڼې له مخې وفاق المدارس العربيه پاکستان د ديني مدارسو تر ټولو لويې نېټ ورك دے كوم سره چې 27,048 مدرسې رجسټرډ دي او په دې مدرسو كښې 38 لكه 92 زره 2 سوه 82 زده كوؤنكې زده كړې ترلاسه كوي۔ د جامعه صديقه للبنات مهتمم اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل په اسلام آباد كښې د كلن امتحان په مهال كومه ناوړه پېښه نه د رامخې ته شوې او امتحانونه په امن او امان سره پائې ته ورسېدل۔ ده د اسلام آباد ضلعي انتظاميه مننې كولو سره ووئيل ضلعي انتظاميه په اسلام آباد كښې د وفاق المدارس د ټولو امتحاني مركزونو امنيت لپاره خاص انتظامات كړي وو۔










