وزير مملکت وجيهه قمر په پاكستان كښې د يونيسکو مشر فواد پاشايف سره وليدل

اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د وفاقي تعليم او وظيفائي تربيې وزير مملکت وجيهه قمر په پاكستان كښې د يونيسکو مشر فواد پاشايف سره ليدلي دي ٬ د ملاقات په مهال د تعليم په څانګه كښې په رامخې ته مهمو چېلنجونو په خاص توګه د سكول نه د بهر ماشومانو په مسئله، دوي بيا په تعليمي نظام كښې داخلولو په تګلاره او په پاكستان كښې د تعليم ايمرجنسي …

اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د وفاقي تعليم او وظيفائي تربيې وزير مملکت وجيهه قمر په پاكستان كښې د يونيسکو مشر فواد پاشايف سره ليدلي دي ٬ د ملاقات په مهال د تعليم په څانګه كښې په رامخې ته مهمو چېلنجونو په خاص توګه د سكول نه د بهر ماشومانو په مسئله، دوي بيا په تعليمي نظام كښې داخلولو په تګلاره او په پاكستان كښې د تعليم ايمرجنسي په نفاذ اړه تفصيلي خبرې وشوې۔ د ملاقات په مهال دواړو ډلو تر تعليم رسنې ، معيار او د شموليت په اړه د خندانو خاتمې لپاره په كوټلې او د تند رفتاره اقدامات په ضرورت زور رواړو ۔ وجيهه قمر ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف لخوا اعلان كړې شوې تعليمي ايمرجنسي د حکومت پام لرنه ده چې مقصد ېې دا خبره باوري كول دي چې يو ماشوم د تعليم نه محروم پاتې نشي۔ دې واضحه كړه چې د وزيراعظم وژن قامي پرمختګ كښې تعليم ته مركزي حېثيت وركول دي چې پكښې د سكول نه د بهر ماشومانو اندراج٬ د تعليمي نتيجو بهتري او د نړيوال معيار له مخئ قوي او مستحکم تعليمي نظام جوړول دي۔ د ملاقات په پائې كښې د تعليم وفاقي وزارت او یونیسکو پاکستان ترمېنځه مرسته قوي كولو لپاره د عزم څرګندونه وشوه دغسې چې په پاکستان كښې يو جامع٬ قوي او سباٶن سره سم تعليمي نظام جوړولو لپاره د وزیراعظم وژن عملي كړے شي۔

مزید خبریں