اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي كام كميونيكېسن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه په راتلونكې اوونۍ كښې انډس اے آئي ويك 2026 د وزيراعظم وژن له مخئ يو مهم قامي اے آئي اقدام ګرځولے دے چې مقصد ېې په نړيواله كچه د پاکستان صلاحيتونه او تشخص رامخې ته كول دي۔ نجي ټي وي سره په خبرو كښې وفاقي وزيرې ووئيل انډس اے آئي ويك …
انډس اے آئي ويك 2026 به د پاکستان مصنوعي زېركتيا په جدت طرازۍ كښې ځانګړې كردار ولوبوي۔ شزا فاطمه خواجه

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي كام كميونيكېسن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه په راتلونكې اوونۍ كښې انډس اے آئي ويك 2026 د وزيراعظم وژن له مخئ يو مهم قامي اے آئي اقدام ګرځولے دے چې مقصد ېې په نړيواله كچه د پاکستان صلاحيتونه او تشخص رامخې ته كول دي۔ نجي ټي وي سره په خبرو كښې وفاقي وزيرې ووئيل انډس اے آئي ويك 2026 به په پاکستان اے آئي كښې جدت طرازۍ كښې ځانګړې كردار ولوبوي او هېواد به د رامخې ته شوې نړيوال اے آئي طاقت په توګه وړاندې كوي۔ دې ووئيل د 9 فروري نه تر 15 فروري به پاکستان كښئ انډس اے آئي ويك 2026 كېږي كوم چې يو قامي پروګرام دے او د دې مقصد ګرد هېواد كښې د اے آئي په اړه خبرتيا، تربيت او عملي نفاذ ته وده وركول دي۔ شزا فاطمه خواجه زور راوړو چې دا راتلونكے ايونټ به د مصنوعي ذهانت په څانګه كښې زياتېدونكي صلاحيتونه او د تکنيکي ترقۍ عزم رامخې ته كوي ۔ دې ووئيل ګردې نړۍ څخه به نړيوال مشران٬ صنعتي مشران، نوموړي استاذان او د اے آئي ماهرين په ايونټ كښې ګډون كوي چرته چې به ماحثې كېږي، د خيالاتو تبادله به كېږي او د شريكې مرستې موقعې به لټولې شي۔ وفاقي وزيرې انکشاف وكړو چې په دې موقع به وزيراعظم د اے آئي د مهمو پاليسيو او ستراتېژك ستنو اعلان كوي كوم چې به د پاکستان اے آئي ايکو سسټم لپاره روډ مېپ متعين كوي۔ دې ووئيل دا مباحثې به ټيکنالوجي، ډيجيټلائزيشن او د جدت په اړه د هېواد د سباٶن لارښونه كښې مهم كردار ادا كوي او پاکستان به د اے آئي بريا مركز په توګه مستحكم كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل پاکستان د شخړو په مهال هم چې پكښې هند سره اوسنې جنګ شامل دے٬ قوي موقف په ځاے ساتلے او کنيکټيويټي او ډيجيټل سروسز د تعطل نه غېر روان وٶ٬ دې د هېواد تکنيکي پرمختګ رامخې ته كولو سره ووئيل ډېر زر به پاكستان په نړيوال اے آئي منظرنامه كښې خپل مقام جوړ كړي او فائيو جي، فور جي او تھري جي نيټ ورکس كښې به بهتري راشي۔ وفاقې وزيرې په دې خبره زور رواړو چې دا ټول اقدامات به د پاکستان اے آئي ايکو سسټم مضبوطوي او د ځوانانو ټيلنټ له به نړيوال اے آئي پرمختګ كښې خپل كردار لوبولو لپاره موقعې وركولې شي










